تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه کارونه چي تر ۳۰ کلنۍ مخکي باید وسي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 14, 2019
  0

ژباړه او ټولونه: احسان الله سارواني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۲۵ هغه مهم کارونه چي تر دېرش کلنۍ وړاندي یې باید تاسو ترسره کړی. 


راتلونکی کال به زه دېرش کلن سم. د ژوند دغه پړاو خورا  ژر پر رسېدو دئ او زه د خوندونو او وهمیاتو په دنیا کي حیران دریان ورک یم. زما د ژوند شل کلنه دوره تر ټولو لسیزو غوره وه. داسې کارونه مي پکښې ترسره کړه چي ما یې فکر لا نه سو کولای، د ښو ملګرو سره مخ سوم او داسې تعلیمي لاس ته راوړني مي لرلې چي ما یې فکر نه کاوه او داسي ځایونو ته مي سفر وکړی چي ما یې په ژوند کي د لیدو ارمان درلودی. 


ژوند خورا په چټکه اندازه سره روان دئ. زه تر اوسه پوري داسي ګومان کوم چي یوه ورځ دي لا نه وي را باندي تېره سوې، که دي د هلو ځلو څخه لاس واخیست، د مشروع هیلو او اړتیاوو د پوره کېدو خوبونه هم مه وینه. 


ستاسو شل کلنه دوره د ژوند تر ټولو دورو غوره ده، علت یې دا دئ، چي مسولیتونه لږ وي، صحت روغ وي او د ژوند د ښو فرصتونو څخه ښه استفاده کولای سی. 


دا به جرم وي چي د ژوند کلونه بیا هم په هغه پخوانۍ دایره کي تېروو، او د خپل پټ استعداد څخه ګټه نه اخلو. دا په یاد لرئ، هغه کارونه چي تاسو یې په دې شل کلنه دوره کي ترسره کوی ټول ژوند به یې یادوی او کومې تجربې چي په دې لسیزې کي تر لاسه کوی، ستاسو نړۍ لید ته شکل ور جوړوي. دا کارونه دومره مهم دي، چي هر څومره ژر لاس پر ښوروی هغومره به مو وختي ګټه کړې وي. هغه تجربې چي په دې کي تاسې ترلاسه کوی، ستاسو جهان بینۍ ته شکل ورکوي او دا اجازه درکوي چي په ډیري اسانۍ سره خپل مطلوب هدف ته ځان ورسوی. که د دېرش کلنۍ څخه وړاندي فقط یو څو خبري په ځان عملي کړو، نو لیري نده چي ښه ژوند به هم ولرو.


انتظار مه باسئ، وخت نه دریږي. چیري چي ولاړ یاست د هغه ځای څخه یې شروع کړئ او هغه وسایل چي په لاس کي یې لرئ وکاروئ. ښه وسایل د وخت په تېرېدو سره پیدا کیږي.


۱. د رهبریت د مقام لپاره ګومارنه وکړئ.
د داسې مسوولیتونو په لټه کي سئ چي ستاسو تر سویې لوړ وي دا کار ځکه وکړئ چي ستاسو په پرمختیا کي عظیم بدلون راوستلای سي او په دې کار کولو سره مشران در څخه متاثره کیږي.


۲.  خپل کاروبار په جدي توګه څارئ.
خپل کاروبار په جدي توګه څارئ، په نتیجه کي به ستاسو تر لاس لاندي کسان هم ستاسو کاروبار تر سر نه تېروي.

 
۳. د ځوانۍ او تنګلاسۍ په وخت کي کاروبار شروع کړئ.
د بډایتوب او بوډاتوب په وخت کي سفر وکړئ.


۴. ښه مباحثه وکړئ. 
خلک به همېشه ستاسو څخه د وخت غوښتونکي وي. هر څومره چي ژر د بحث د پوهېدو هنر زده کړئ یعني دا چي د مشرانو، همصنفیانو او یا په  شخصي ژوند کي څنګه خبري وکړو.


«د مخته تللو راز د هغه کار په شروع کولو کي دئ»

 


۵. پر لنډ مهالې ګټې وټې باندي اکتفاء مه کوئ، اوږدمهالې ګټې ته ګورئ.
«خپل د ځان په اصلاح کولو او ظرفیت لوړولو کي دومره بوخت و اوسئ، تر څو پر نورو د نیوکې کولو وخت پیدا نه کړئ». د ژوند ښه فرصتونه وپیژنه ترڅو د خپل ځان په ګټه ور څخه استفاده وکړې.


۶. خپل پر ځان پانګونه وکړئ. 
د داسې یو استاد په لټه کي سئ تر څو د منظم تمرین تخنیکونه در وښيي. ځیني خلک کلونه – کلونه لګیا وي مګر نتیجه یې صفر وي بالاخره خپل راتونکی زیانمن کړي.


۷. پخلی (اشپزي) زده کړئ.
پخلی زده کول یو مهارت دئ او تاسو باید دې مهارت ته پرمختګ ورکړئ. د دې اهمیت په مسافرۍ کي در معلومیږي، که مو زده وه، پیسې به مو د جېبه نه ځي. په حقیقت کي پخلی خورا ساده کار دئ، مګر ځینو ته خورا سخت او ډاروونکی کار معلومیږي. دا صحیح ده چي وخت ضایع کوي مګر په زړه پوړي خوند او خوړل یې په دې تاسو قانع کوي چي وخت پر ضایع کړئ. 


۸. داسې لوستل وکړئ لکه عقلي ناروغ چي یاست او یوازینی د علاج لاره مو لوستل دي.


۹. دا په یاد ولرئ چي تعلیم د ژوند کسب او کار دئ او په یو خاص عمر کي د یو خاصي تعلیمي مرکز څخه په فارغ کېدو نه خلاصیږی. د ژوند تر پایه ادامه ورکړئ.


۱۰. یوه نوې ژبه زده کړئ.
ژبه زده کول انسان ته یو نوی لیدلوری وربخښي او دا اجازه ورکوي تر څو نړۍ ته د مختلفو ابعادو له لوري وګوري. د نوي ژبي زده کړه؛ ذهن ته خورا لويي ګټې لري او د دوو رواني ناروغیو څخه انسان ژغوري لکه: Dementia او Alzheimer’s. 
«دا دنیا هر انسان ماتوي، نامي هغه دئ چي په هغه مات ځای کي قوي پاته سي»


۱۱. د هغه چا سره چي وخت تېروی؛ په هوښیارۍ یې وټاکئ او د غلطو ملګرو سره مخه ښه وکړئ.
د ۳۰ کلنۍ ترمخه داسي ملګري پیدا کړئ چي ژوند مو په مثبت لور سوقوي. ښه دوستان، ښه قریبان او ښه خپلوي ولرئ، د نکاح په ذریعه د ژوند ښه ملګری پیدا کړئ او صالح اولاد ولرئ.


۱۲. د ورځنيو کارونو په وخت کي ژوري ساوي اخلئ.
 د موټر څخه د کښته کېدو مخکې، غونډي ته د تللو او یا ایمیل یا تلیفون ته د جواب ورکول څخه مخکې باید دا اجراء کړئ. د ورځنیو کارونو او عکس العملونه په مقابل کي ژوره ساه اخیستنه انسانانو ته د ګرانښت او مینې لار جوړوي.


«وېره مړینه نه ده، بلکې مړینه داده چي په شتون کي به یې هیڅکله ژوند کول شروع نه کړئ»


۱۳. په یوه کار او مسلک کي پوره تجربه حاصله کړئ.


۱۴. خپل په خوښه ژوند وکړئ.
د ځان پېژندني لپاره د یو څه وخت لپاره داسي ځای ته ولاړ سی چي دیني او روحي تسکین ترلاسه کړی.


۱۵: د مزاج خراپیدو حالات
نن سبا مزاج او طبیعت ډير ژر ګډوډ کیږي، د خلګو سره د متضادو نظریاتو لکبله خوابدی رامنځ ته کیږي نو ښه دا دئ چي په هره موضوع کي څوک بحث ونه کړي. د خاموشۍ هنر هم لوی کمال دئ.


۱۶. هغه کارونه ډېر ترسره کړئ چي ترې بېرېږئ. 
د نابلدو سره خبري وکړئ او د خبرو اترو یا محاورې زده کولو صنف کي داخله واخلئ او دا زده کړئ چي څنګه په ناراحتۍ کي د راحتۍ احساس کولای سو. دا کار عملي کول به واقعاً پر راتلونکې ژوند خپل سهم ولري.


۱۷: د خطر کرښي معلومي کړئ.
هغه کړني، عادات او مواقع درک کړئ چي ستاسو ژوند ګواښي، ستاسو راتلونکي ته خطر وي.


۱۸. خطر همدا اوس پر ځان ومنه، نه وروسته. 
د ګټلو پرته بل انتخاب نه درلودل تر ټولو ښه هڅونه او انګېزه ده. او استراحت؛ انګېزه او هڅونه پیکه کوي. 


۱۹. بل ښار ته سفر وکړئ.
دا ډېر آسانه کار دئ چي په یو ځای کي ډېر وخت پاته سو او د ټولنیزو شبکو له لاري د هیوادونو د کلتورونو په اړه ناسم درک وکړو. یو وار چي په نړۍ ګډ سو او د مختلفو کلتورونو په منځ کي ژوند وکړو، هله به بیا معلومه سي چي ډېری کلتورونه یې زموږ په رکم دي. بل ښار یا هیواد ته سفر کول او یا کار پکښې کول تاسو په دې پوهوي چي د ژوند په هره برخه او هر ځای کي بریالي کېدای سی او هغه امکانات چي تاسو یې په لاس کي لری، ناپایه دي.


۲۰. د یو پرمختللي اسلامي هیواد څخه لیدنه وکړئ.
د یو پرمختللې اسلامي هیواد څخه لیدنه کول د سترګو د خلاصولو په معنی ده. که دا لیدنه مو تر اوسه نه وي کړې، وې کړئ.


۲۱. د سهارني فکري تمرکز جوړولو تمرین مه هېروئ. 
ژوند هره ورځ د نوي ننګونو سره مل وي. نو ځکه، هره ورځ شل دقیقې چوپتیا ته ورکول د آرامې ورځې لپاره؛ د هوښیارۍ او ځیرکتیا سرچینه ده. دا په یاد ولرئ، څراغ هغه وخت لګیږي کله چي پلک یې په ساکیټ کي وي.


۲۲. په آرامۍ کي د فکرغوړولو تمرین ته پرمختیا ورکړئ.
د سپېڅلې اوسېدلو، د فشار مدیریت کولو، ځان پېژندني او د طبیعت سره د ژورو اړیکو نیولو لپاره په آرامۍ کي فکر غوړول تر ټولو غوره درمل دئ.


۲۳. کار په ځیرک ډول وکړئ، نه په سخت ډول. 
په کافي اندازه خوب کول، ښه کار کول، په آرامۍ کي فکر غوړول او ښه شخصي ژوند درلودل هغه څه دي چي په کار کي مؤثر پاته کېدای سی. که د دغه شعار لارویان دغه کار تر دېرش کلنۍ پوري وکړي، تر هغو به بهتره وي چي ټوله شپه ویښ پاته وي او هدف پوري ځان رسوي. 


زه پوهېږم چي تر اته یا لس کاري ساعته وروسته به کور ته څرنګه خسته او ستړی ګرځې او د هیڅ شي څخه به خوند نسې اخیستلای. د خستګۍ د دوران د ماتولو لپاره خپل ځان ته د تشویق ورکولو په پار ځان پر مرګ واچوئ مراقبه وکړئ. 

 

  • خپلې سترګي پتي کړئ او خپل زکندن په فکر کي راولئ.
  • دا تصور به مو د انسټاګرام اکاونټونو او د یوټیوب پر ویډیوګانو پښېمانه کړي چي تاسو ګوتي پر کشولې. 
  • په خندا او تبسم سره زړه بیداره کړئ.


اوس د لوړ لیست څخه یو شی غوره کړئ او لاس په کار سئ.


۲۴. تمرین او ورزش وکړئ.
تمرین او ورزش کول مو د رواني او فیزیکي ناروغیو او ستړیاوو څخه ساتي. پر خپل بدن پانګونه وکړئ خو په مسلکي شکل- ځکه ډيرو ځوانانو ځاونونه عیبي کړي دي.


۲۵: د خپل ضعف او قوت ټکي وپیژنه
د یوه لیست پر مخ د خپل د ضعف او قوت نقطې ولیکه، ایا ښه لیکوال یې؟ ایا ښه علمي کچه لرې؟ همداسي د ضعف نقطې یاداښت کړه او بیا یې د اصلاح کوښښ وکړه.

 

ستاسو په نظر نور کوم مهم کارونه دي چي ځوانان یې باید د ۳۰ کلنۍ تر مخه ترسره کړي؟ د پاڼي په لاندي برخه (تبصره ښودل) کي یې راته ولیکئ.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته