تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله د دوستۍ څلور اعمال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 21, 2019
  0

لنډيز: اصیل ”زارع“ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


”د الله تعالی د دوستۍ څلور اعمال“  دا مولانا شاه حکیم محمد اختر صاحب یوه وړوکې رساله ده، و مي لوستل. د نورو مسلمانانو د ګټي لپاره مي یې لنډ لنډیز هم راواېست. 


په دي کي هغه اعمال تشریح سوي دي، چي و الله رب العزت ته مو نژدې کوي. دا اعمال ډېر اسانه دي، خو زموږ مسلمانانو وروڼو اوس پرېښي دي.  دا څلور داسي اعمال دي، چي په عملي کولو سره به يې انسان د مرګ تر مخه د نورو صالحو اعمالو توفیق ترلاسه او د الله تعالی په وليانو او دوستانو کي وشمېرل سي.

 

۱.  يو مُټ ږېره پرېښوول
حضرت ابن عمر رضی الله عنهما چي کله به  حج يا عمر ادأ کول، خپله ږیره به يې په خپل مُټ کي ونيول چي تر مُټ به لويه وه، نو کوچنۍ کول به يې.


د بخاري شريف په حديث کي راغلي:
﴿ انْهَكُوا الشَّوَارِبَ وَأَعْفُوا اللِّحَى﴾
یعني بریتونه ښه کوچني کړئ او ږيره لويه کړئ.


په دي مسئله کي د څلورو امامانو اختلاف نسته، چي يو مُټ ږيره پرېښودل واجب ده.

 

۲. بجلکي ښکاره کول
د لوړي خوا څخه بجلکو پټول منعه دي. د بجلکو د پټولو په اړه مولانا صاحب بېل معتبر او قوي حدیث را نقل کړي دي او مسلمانانو ته یې ویلي، چي بجلکي مو په پایڅو، لونګ او ټولو هغه شیانو چي د لوړي خوا څخه کښته ته را ځوړند وي، مه پټوئ. او د جرابو، موزو یا بوټو په واسطه د بجلکو پټېدل یې روا بللي. 


بجلکي په دوو حالاتو کي ښکاره کول ضروري دي:


الف: کوم وخت چي ولاړ ياست.
ب: کوم وخت چي روان ياست.


دلته د نارینه وو لپاره د پایڅو خبره پای ته رسوي او د ښځو په هکله خپل بحث شروع کوي. 


شرعي پرده کول
پر ښځو ټینګار کوي، چي شرعي پرده مراعت کړي او وایي: ” نن سبا يو داسي ګناه چي موږ نه پوهېږو خو موږ یې کوو، هغه د شرعي پردې نه مراعتول دي. عام خلګ خو څه کوې ځیني خاص کورنۍ هم پکښي اخته دي، چی د قریبانو د نامحرمو څخه پرده نه کوي. ښځه چي د کوره وځي چادري کوي مګر د نامحرمه دوستانو څخه ستر نه کوي، حال دا چي د نامحرمو دوستانو څخه ستر کول د شریعت حکم دی ځکه چي د دوی سره ډیري اړیکي پیښیږي. نو ځکه د قریبانو د نامحرمو سره ډیر احتیاط ضروري دئ.“  او په خپلو خبرو کي یې د ښځي لپاره محرم او نامحرم کسان هم یو په یوه لیکلي دي. 


د خاوند د حقوقو خیال ساتل
د ښځي لپاره د الله تعالی د دوستۍ دوهم خاص عمل د خاوند د حقوقو خیال ساتل دي. ددې عمل په برکت به ان شاءالله عظیم قریب ور نصیب سي. خویندي او میندي باید د خپل خاوند و حقوقو ته متوجه سي. او د خاوند د حقوقو خیال ساتل د الله د دوستۍ حاصلولو یو ډېر بهترین عمل ګرځي. 

 

۳.  د نظر حفاظت کول
د نظر د حفاظت (نامحرمو ته د نه کتلو) په اړه وایي: ”په دي عمل کي نن سبا خورا عام غفلت روان دئ.“  مولنا رحمة الله علیه وایي، چي دې عمل ته خلک بیخي د ګناه په سترګه نه ګوري. او بیا ددې عمل د بدۍ په هکله د الله جل جلاله د کلام څخه د سورة نور ایتونه را نقلوي. 


او د بد نظري کونکي انسان هغه درې لقبونه یې هم ذکر کړي دي، چي په لاندي ډول دي:


الف: د الله تعالی او د هغه د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نافرمان.
ب: د سترګو زنا کار.
ج: ملعون يعني لعنتي.

 

۴. د زړه حفاظت کول
لیکي: ” د نظر د حفاظت سره د زړه حفاظت هم ضروري دئ.  ځیني خلک د سترګو ساتنه کوي، خو د زړه د سترګو ساتنه بیا نه کوي.“  د زړه د سترګو د ساتني لپاره مولانا صاحب خورا سخت تأکېد کړی دئ. 


علاج: 
په دا څلورو اعمالو باندي د توفيق او عمل کولو لپاره یې د علاج په ډول څلور تسبيحات نسخه کړي دي: 


۱.  سل واري لَا الٰهَ اِلَّا اللَّه ويل. په هرو لسو وارو کي کلمه شريفه پوره کول، یعني محمد رسول الله ورسره پوره ویل. 


۲.  الله الله سل واري ويل، په مينه او محبت سره الله الله ووايه. الله الله د خولې او زړه په ژبه په دواړو ووایه. 


۴. استغفار سل واري ويل.


۴. سل واري درود شریف ویل. هره ورځ په خپل خواږه نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي سل واري درود ووایه.

 

معززو لوستونکو! دا څلور اعمال مو و الله جل شانه ته نژدې کوي. ددي رسالې د پوره لوستلو لپاره پر لاندي لینک کلیک وکړئ او مکمل کتاب کښته کړئ .  

کتاب: د الله د دوستۍ څلور اعمال

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته