تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو په را ایستلو د ځوان نسل ګمراهي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2022
  0

لیکنه  : عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مسلمان ځوانانو د ګمراه کولو لپاره د کفارو له دسیسو څخه یو هم د ښځو څخه کار اخیستل دي. 


ښځي لکه څنګه چي د کافرانو د مسلمانیدلو مخه نیسي همدارنګه په ارتداد کي هم  ډیري مؤثري  دي. د تبشیریانو  ( د عیسايي داعیانو) په یوه مجله کي لیکلي وو چي یوه ښځه  په دعوت کي دومره تاثیرناکه ده چي سل (۱۰۰ ) سړي هغومره اغیزمن نه دي. مجلي په دې زور اچولي وو، چي  باید په تبشیریت (د عیسوي مذهب په دعوت) کي د ښځو څخه زیات کار واخستلي شي. د همدې خبري مصداق موږ په افغانستان کي په سترګو ولید چي یو شمېر ځوانان د فاحشو ښځو په واسطه  سره فکراً یا مذهباً مرتد شول. او د اسلام څخه کمونیزم یا ډیمکراسۍ یا سیکولرزم  ته واوښتل . د ښځو  په همدې زیات مؤثریت باندي کفار ښه پوهیږي د همدې کبله د ښځو د حقوقو (او بهر ته د را ایستلو) په نامه باندي چیغي وهي حال دا چې (بل اړخ کي یې د لکونو ښځو) سړي د هډوکو سره وکرپول حقوق يې ورته د پښو لاندي کړل، ښځي یې ور کونډي او میندي يې ور بوري کړې، خو د نارینه د حقوقو په نامه يې هیڅکله غږ پورته نه کړ او نه یې د هغو ښځو په اړه څه وویل چي په بمباریو کي يې وژني.


انګریزانو او همدارنګه امریکایانو د خپل استعمار په وخت کي په اسلامي هیوادونو کي فاحش ځایونه جوړي کړل او په بازارونو کي يي د فتنه ګرو ښځو د پاره دوکانونه او سرایونه  پرانیستل ترڅو د اسلام ځوانان بې لاري کړي او قرانکریم پرينږدي چې د مسجد څخه راووځي او د ټولني اصلاح په لاس کې واخلي. 


خو کله چې په کومه ټولنه کې په ښځو باندي اسلامي قوانین نافذ شي او د هغوی خپل اسلامي حقوق ورکړل شي، چې هغه مثلا بغیر له ضرورت څخه د کور څخه د باندي وتلو څخه منع کول او یا ورباندي د حجاب د اغوستلو تاکید کول یا داسي نور ښځو لره مصؤن احکام نو ټوله کفري نړۍ بیا په ډیره خواشینۍ سره دا خبره ذکر کوي چې دا کار د ښځو په حقوقو باندي تیری دی او حال دا چي دوی د ښځو حقوق هیڅ نه پیژني. دوی دا خبره ځکه کوي چې که چیرته کوم هیواد یا ټولنه د اسلام د تعمیل په لور روانه وي نو دوی پوهیږي چې هلته بیا زموږ ناولي اهداف نه عملي کیږي. نو مسلمانان دي نور د ساده ګۍ څخه کار نه اخلي او نه دي مسلماناني ښځي د دوی په هر ښایسته عنوان تیر وځي او د اسلام ښایسته کلا دي نه پرېږدي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته