تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ظالمان به پر ظالمانو مسلط وي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2019
  0

لیکنه: احمد 

الله تعالی فرمایي:

 

كَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. (سورة الانعام: ۱۲۹)
ژباړه: او همداسي موږ ځیني ظالمان پر ځینو نورو باندي مسلط کوو، په سبب د هغو اعمالو چي دوی به کول.

 

حضرت عبدالله ابن مسعود ؓ فرمايي: من أعان ظالما سلطه الله عليه. (تفسیر ابن کثیر)
چا چي د ظالم مرسته وکړه الله به هغه ورباندي مسلط کړي.

 

د ایت شریف معنی دا ده چي لکه څنګه چي مو دغه تاوانیان انسانان د ګمراه شیطانانو ملګري کړل همدغسي د ظالمانو سره کوو، ځیني ظالمان پر ځینو نورو مسلط کوو، ځیني ظالمان په ځینو نورو هلاکوو، د ځینو څخه په ځینو نورو ظالمانو انتقام اخلو، ځکه همدا د دوی د سرکښۍ او ظلم سزا ده. (تفسیر ابن کثیر)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته