تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وختي راکښېنستو (۷) لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

ژباړه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د یوې دقیقې لپاره تم سه، فکر وکړه چي سهار وختي را پاڅېدلی یې، ځان دي ارام دئ او د یو ښې ورځي پیلولو ته چمتو یې. لمر لا تر اوسه خپله رڼا نه ده غوړولې؛ هري خواته خاموشي ده. یوازي ته او ستا یوه پیاله چای سره ملګري یاست. 


دا هرڅه خوند کوي او ښایسته دي او ناممکنه هم نه دي. 


رښتیا هم، خوب خورا شیرین دئ. خو سهار وختي ویښ پاته کېدل تر هر څه غوره دي؛ دا وخت ددې امت لپاره د برکت وخت بلل سوی دی او ددې وخت اذکار ډیر ثواب او برکتونه لري. ارامه ارامي وي، میسجونه او ایمیلونه نه وي، د مزاحمت لپاره څوک نه وي او نه د سهارني روغبړ لپاره څوک وي. 


د سهار خاموشي د سختو او پېچلو کارونو لپاره عجب ښه موقع ده. لیکواله ایډیت زیمرمن وایي: ”زما په منظم والي کي، زما د سهار وختي یوازي والی خورا لوی رول لري.“  


د سهار وختي پاڅېدنه غوره چاره ده. د تاریخ په اوږدو کي زیات وختي پاڅېدونکي تېر سوي دي. د امریکا درېیم رئیس جمهور توماس جیفرسن تر لمر ختو مخکي پاڅېدی. د ایپل شرکت اجرائیه رئیس ټیم کوک هره ورځ پر ۳:۴۵ له خوبه پاڅېږي. سهار وختي را پورته کېدل له تاسو څخه خامخا لوی څوک نه جوړوي. په وختي راکښېنستو سره به لږ تر لږه خپلو موخو ته ور سېږی. 

 


 

د وختي را پاڅېدو لپاره ۷ اسانه لاري
دا لاري د ټولو لپاره یو ډول نه دي، خو که څوک وغواړي وختي راکښېني، نو دا یې اسلانه لاري دي:


۱. په کراره ځان عادت کړئ:
 که غواړی وختي را کښېنی، نو په اول وار دوه ساعته وختي مه را کښېنی، بلکي کرار کرار په ۱۵ یا ۲۰ دقیقو وختي کولو سره ځان کرار عادت کړی. که په یو وار دوه ساعته تغیر راولی، نو ګنګس به یاست.

 
۲. وختي بیده سئ:
 ځان په وختي بيده کېدو عادت کړئ. که داسي و نه کړی، نو  سهار وختي پاڅېدل به درته ستونزمن وي. د خوب په وخت کي د مبایل او کمپیوټر څخه ځان وساتئ، ځکه د هغه رڼا موږ ته د ورځي احساس راکوي. 


۳. سهارنی پلان ولرئ:
که وختي را پورته سی، نو څه به کوی؟ که ددې لپاره موخي و نه لری، نو بیرته به و بسترې ته ستانه سی او ويده به سی. 


۴. سهارنۍ (د سهار خوراک) وکړئ:
وختي را پاڅېدل د غرمې له ډوډۍ څخه د لیروالي په معنی دی، نو ځکه باید سهارنۍ له لاسه ور نه کړئ او د سهار لخوا خوندوره غذا خوړول عموما هغه څه دي، چي تاسو ئې په انتظار یاست. هڅه وکړئ، چي په سهارنۍ کي کاربوهایډریټونه او فایبر وخوری. 


۵. زنګي ساعت وکاروئ: 
زنګي ساعت ستاسو سره پر وخت د ویدېدو او راکښېنستو کي پوره مرسته کوي. 


۶. زنګ وهونکی ساعت مو له ځانه لیري کښېږدئ: 
سهار چي کله ساعت ووهي، نو تاسو ئې زنګ خاموش کړئ او بیرته ویده سئ. ددې لپاره یو ښه نسخه داده، چي زنګ وهونکی ساعت له ځانه لیري کښېږدی. 


۷. پر دې چاره کلک سئ: 
اول سهار به ډېر بد خونده وي، خو وروسته به ډېر هوسا او ارام اوسی.  

 

ـــــــــــــــــ
د سهار وختي کار برکتونه
د سهار وختي پا څېدو ګټې د اسلام او طب له نظره

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته