تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نورو په زړونو کي د عزت پيدا کولو لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 18, 2019
  0

ژباړه او ټولونه: اصیل زارع 
 

۱: خپل پر تېروتنو اعتراف وکړئ او د تېروتني څخه وروسته د مخاطب کس څخه بخښنه وغواړئ.
په دې سره به هم الله تعالی درڅخه راضي سي او هم به تاسو د هغه شخص په زړه کي قدر او عزت پيدا کړی.


۲: د نورو تېروتني نظر انداز کړئ او يا يې وبخښئ.
کله چي مو يو څوک پر تېروتني باندي وليدی ( چي ستاسو په شان کي وي) هغه نظر انداز کړئ او يا يې هم وبخښئ.


هو په داسي صورت کي يې ترې تیر سئ، چي هغه شخص پوه سي چي ما ښه کار ونکړی.


۳: کله چي يو د بل سره مخ کيږی، نو په سلام ويلو کي رقابت وکړئ تر څو تاسو لومړی سلام ووایاست.


په دې سره به هغه شخص تاسو ته په درنه سترګه سره وګوري او ستاسو قدر او عزت به لا نور هم ډېر سي.


۴: په حسنه اخلاقو سره يو د بل سره مخامخ سئ.
کله چي يو د بل سره مجادله او یا هم عام مجلس کوی، نو په نيکو اخلاقو سره يې وکړئ. په دې سره به هغه شخص ستاسو د ښه اخلاقو تر تاثير لاندي راسي.


۵: په مجلس يا محفل کي نورو ته خپل ځای ورکړئ او يا هم د هغه شخص لپاره ځای پيدا کړئ.
په دې سره به يو تر بله نزاکت هم مراعت سي او هم به ستاسو قدر او عزت لا زيات سي.


۶: په اخلاص سره يو د بل سره مرسته او ښېګڼه وکړئ.

کله چي د بل سره مرسته کوی، نو په پوره ايمان او اخلاص سره يې وکړئ.همېش يو د بل سره احسان وکړئ تر څو ستاسو د نيکو اعمالو پله نوره هم درنه سي.


۷: يو د بل سره صِله رحمي وکړئ،  خپګان او خواشيني له منځه یوسئ. يو د بل سره سوله وکړئ.
هسې يو متل دئ:
"په دوښمنۍ کولو سره دوښمن وژل کيږي دوښمني نه."


خپګان، خواشيني، جنګ او جدل دا هغه ناوړه عملونه دي چي هم  الله تعالی منع کړي  او هم د هغه رسول صلی الله علیه وسلم تأکید کړئ چي‌ دا اعمال مه کوئ. همېش هڅه وکړئ چي يو د بل سره روغه جوړه وکړئ، په خواشينۍ او خپګان کي بېله تاوانه هيڅ ګټه نسته.


که چيري مو يو د بل سره سوله او روغه جوړه وکړل،  تاسو به يو د بل په زړونو کي د ځان لپاره قدر او عزت وګټی.


۸: تل يو د بل سره په نرمه لحجه سره مخامخ سئ.
نرمه لحجه کارول يوه نيکي ده. نرمه لحجه يوه الهي ورکړه بللی سو.تر ټولو ډېر تاثير لرونکی عمل تر څو عزت او قدر د ځان لپاره په پيدا کړو هغه نرمه لهجه کارول دي. يو د بل سره په خوږه ژبه خبري او ژوند کول نور هم يو د بل په زړونو کي عزت او قدر پيدا کوي.


ــــــــــــــــــــــــــــ
ګټوري مقالې: مطمئن ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته