تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رَضَاعَت اثبات
 
  January 12, 2012
  0

 هلك او نجلۍ چي د ښځي شيدې رودلي وي ، دا رَضَاعَت كه څه هم د يوې ښځي په وينا ثابت سوى وي د دې هلك او نجلۍ تر منځ باید نکاح و نه تړل سي .
همدا ډول د هغو كسانو سره یې هم بايد نکاح و نه تړل سي كوم چي د همدغه رَضَاعَت لكبله يې تر منځ د نكاح حرمت راځي .

خو كه د هلك او نجلۍ تر منځ نكاح تړل سوې وي وروسته يوه ښځه ووايي : ما دوى دوو ته شيدې وركړي دي او دوى دوه رضاعي ورور او خور دي ، نو په دې حالت کي د همدې ښځي د وينا لكبله ددې هلك او نجلۍ تر منځ بېلتون نه راوستل كيږي ، ځكه رَضَاعَت هم د نورو احكامو په شان يو حكم دى ، يوازي د ښځو په شاهدي نه ثابتيږي بلكي د دوو نارينه وو او يا يوه نارينه او دوو ښځو په شاهدۍ سره ثابتيږي .

البته په دې ډول حالت كي چي د هلك او نجلۍ تر منځ نكاح تړل سوې وي او وروسته يوه ښځه وايي چي ما تاسو دواړو ته شيدې دركړي دي تقوا دا ده چي دا سړى دې ښځي ته طلاق وركړي او د طلاق په وسيله يو د بل څخه بېل سي .
په عالمګیري کي وایي : داسي مسئله څلور شکلونه لري .

لومړی : که ددې ښځي وینا مېړه او ماینې رښتیا وبلل نو نکاح يې تر منځ فاسدیږي .

دوهم : که هلک ددې ښځي وینا رښتیا وبلل خو نجلۍ يې خبره درواغ بلل په دې صورت کي هم نکاح فاسدیږي البته نجلۍ د خپل ولور مستحقه ګڼل کیږي .

دریم : که هلک ددې ښځي خبره درواغ وبلل خو نجلۍ بیا ددې ښځي وینا رښتیا ګڼل ، بیا نجلۍ و خپل مېړه ته د قسم ورکولو حق لري ، که مېړه یې د قسم اخیستلو څخه ډډه وکړي نو قاضي یې تر منځ بیلتون راوستلای سي .

څلورم : که هلک او نجلۍ دواړو ددې ښځی خبره درواغ بلل او دا ښځه یې په دې وینا کي رښتینې نه ګڼل نو د تقوا له مخي غوره دا ده چي طلاق ورکړي او سره بېل سي .

لکه څنګه چي رسول الله صلی الله علیه و سلم عُقبه بن الحارث  (۶) ته د مشورې په ډول حکم کړى وو ، چي عقبه خپله هغه ښځه د ځان څخه بېله کړي کومه چي د واده وروسته یوې ښځي ورته وویل ما تا او ستا دغي ښځي ته شیدې ورکړي دي او تاسي په خپل منځ کي رضاعي ورور او خور یاست .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح

------------

(۶)  عَنْ عُقْبَةَ بْنِ الْحَارِثِ
أَنَّهُ تَزَوَّجَ ابْنَةً لِأَبِي إِهَابِ بْنِ عَزِيزٍ فَأَتَتْهُ امْرَأَةٌ فَقَالَتْ إِنِّي قَدْ أَرْضَعْتُ عُقْبَةَ وَالَّتِي تَزَوَّجَ فَقَالَ لَهَا عُقْبَةُ مَا أَعْلَمُ أَنَّكِ أَرْضَعْتِنِي وَلَا أَخْبَرْتِنِي فَرَكِبَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْمَدِينَةِ فَسَأَلَهُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَيْفَ وَقَدْ قِيلَ فَفَارَقَهَا عُقْبَةُ وَنَكَحَتْ زَوْجًا غَيْرَهُ ( البخاري )

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته