تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیم الاسلام دارالافتاء خبرتیا
  تعلیم الاسلام
  January 4, 2013
  0
د تعلیم الاسلام ویب پاڼې قدرمنو کتونکو، 
 
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
 
د تعلیم الاسلام دارالافتاء (د فتوا ورکولو څانګه) ددې ادارې یوه مهمه څانګه ده او د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه مسلمانان وروڼه او خویندي خپلي پوښتني ورته رالېږي. دا اسلامي څانګه ه د کندهار او نورو ولایتونو د تکړه علماء کرامو له خوا پر مخ بېول کيږي او تاسو محترمو ته ستاسو د پوښتنو جوابونه درکوي. د کندهار ښار د علماوو د یوه وفد لخوا تعلیم الاسلام دارالافتاء په کندهار ښار کي تر ټولو غوره مقام ترلاسه کړی چي تر اوسه یې تر ۳۰۰۰ زیاتي فتواوي په لیکلي او ږغیز شکل نشر کړي دي چي د همدې ویب پاڼي پر مخ صفحه یې هم په ژوندۍ بڼه اوریدلای سی او هم په لیکلي او ږغیز شکل موجودي دي.
 
تاسو کولای سی همدې دارالافتاء ته خپل شرعي پوښتني د همدې ویب پاڼې د دارالافتاء د څانګې د لاري راولېږی خو د پوښتني تر رالېږولو مخکي څو مهم ټکي باید په نظر کي ونیول سي:
 
۱: خپل نوم او د ایمیل ادرس په صحیح شکل داخل کړئ که چیري ایمیل ادرس غلط وي نو بیا نه سو کولای چي تاسو ته ستاسو د پوښتني جواب درولېږو. 
 
۲: یواځي هغه پوښتني راولېږئ چي ډيري مهمي وي د ځان او نورو اصلاح پکښې وي، بې ځایه او بې ګټي پوښتني نه جوابیږي.
 
۳: خپل سوال اول د ځان سره په ښو واضحو او لنډو الفاظو جوړ کړی او دوهم ځل يې وګورئ.
 
۴: په ښه روانه پښتو يې وليکئ د نورو ژبو لکه د انګريزي الفاظ تشريح ورسره وکړئ.
 
۵: د خاوند او ښځي خپل منځي مسائل بايد په ډېرو ښو او حياء ناکه الفاظو سره وليکل سي.
 
۶: تر څو پوري چي ستاسو لومړی پوښتنه نه وي جواب سوې دوهمه پوښتنه مه رالېږئ تر څو د نورو مسلمانانو د پوښتنو جواب ونه ځنډيږي.
 
۷: که چیري ستاسو سوال په ۱۰ ورځو کي داخل جواب نه سو نو لطفاً سوال دوهم وار راولیږی.
 
هیله ده چي د پوښتني د رالېږولو په وخت کي پورته مهم نقاط په نظر کي ونیول سي.
 
جزاکم الله خیراً
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 
ــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: د پوښتني د رالېږلو لپاره په ویب پاڼه کي د دارالافتاء تڼۍ ووهئ.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته