تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ليلة القدر د شپې منظر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2018
  0
ليکوال: احسان الله احسان/ 2017-06-14
بسم الله الرحمن الرحيم
 
د الله رب العزت پر دې امت د ډيرو سترو نعمتو له جملي څخه يو هم د ليلة القدر د شپي نعمت دى. د دې شپي په امتياز کي الله جل جلاله پوره سورة نازل کړى ده چي عبادت يي د زرو مياشتو د عبادت  ثواب لري.
 
دا شپه د سلامتيا شپه ده شيطانان هيچا ته هم کوم تکليف نه سي رسولى.
 
د انس رضي الله عنه څخه روايت دى چي د ليلة القدر په شپه جبريل عليه السلام د ملايکو په يوه ټولۍ کي را کښته کيږي او د الله پر هر بنده هغه که په ولاړه او يا په ناسته د الله په ذکر اخته وي صلاة او سلام وايي.
 
په تفسير قرطبي کي لیکي چي له سدرة المنتهى چي د جبريل امين مسکن هم دى او له ټولو اسمانو څخه ملايکي را کښته کيږي و ځمکي ته راځي د مومنانو پر دعاؤ امين وايي تر دې پوري چي سهار سي.
 
د ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي په دې شپه د شګو د شمير په اندازه سره ملايکي را کښته کيږي.
د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي په دې شپه کي د لوح محفوظ څخه د راتلونکي کال ټول کارونه لکه رزق، باران، ژوند، مرګ تر دې پوري چي د حاجيانو نومونه هم لکل کيږي.
 
دا ليست  وڅلورو لويو ملايکو ته سپارل کيږي لکه جبريل، مکايل، اسرافيل او عزرايل عليهم السلام.
 
عکرمه رحمه الله وايي چي په دې شپه د بيت الله د حاجيانو نومونه او د پلرو نومونه يي هم ليکل کيږي، پر دې ليست نه څوک زياتى کولاى سي او نه کمى.
 
خليل رحمه الله وايي چي په دې شپه کي دونه ملايکي و ځمکي ته را کښته کيږي چي ځمکه ورباندي تنګه سي. دا ملکي تر سهاره پوري د مومنانو پر دعاوو امين وايي.
 
د نافع رحمه الله څخه روايت دى چي هغه وايي دا شپه ټوله د خير او برکت شپه ده په دې کي شر له سري نه سته . ضحاک رحمه الله وايي چي په دې شپه کي الله پاک يوازي سلامتيا مقدره کړيده، او په نورو ورځو کي له سلامتيا سره بلاوي هم وي.
 
په دې ورځ کي د شيطان له تاثير  څخه ټول مومنان نر او ښځي په امن  کي وي.
 
او دا شان  له مجاهد رحمه الله څخه روايت دى چي د ا د سلامتيا شپه ده په دې شپه کي شيطان هيڅ هم نه سي کولاى نه چا ته تکليف رسولاى سي او نه هم څه ضرر.
 
او امام شعبي رحمه الله بيا وايي چي په دې شپه کي ملايکي پر هغه خلکو سلام وايي کوم چي په مساجدو کي په عبادت اخته وي، او تر سهار پوري پر هر مومن تيريږي او ورته وايي چي السلام عليک ايها المومن.
 
په تفسير رازي کي يي ليکلي دي چي په دې شپه ځکه ملايکي راکښته کيږي چي د الله د بندګانو عبادت وويني او د الله په بندګي کي د دوی د کوښښ مظاهره وکړي.
 
د ليلة القدر د شپي ځيني علامي:
 
د دې شپي په سهار به د لمر شعاعي ډير کمي وي دا له دې امله چي په دې شپه کي به ډير انوار را وريدلي وي، او يا له دې امله چي سهار چي جبريل عليه السلام او ملايکي بيرته واسمانو ته خيژي نو جبريل عليه السلام به خپل وزر وغوړوي د لمر شعاعي به پټي سي.
 
د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي فرمايي د دې شپي د علامو څخه دا دى چي دا شپه به داسي صافه وي لکه سپږمۍ چي راختلې وي.
 
ډير به ارامه وي نه به يخ په کي وي او نه به ګرمي.
 
او په دې شپه کي به تر سهار يو ستورى هم ويشتل نه کوي.
 
او د دې شپي په سهار به لمر د څورلسم د سپږمۍ په شان بلکل برابر راوخيزي شعاعي به نه لري.
 
او په دې سهار به له لمر سره يو شيطان هم نه را خيژي.
 
په دې شپه کي به نور زيات وي.
 
د مسلمان د زړه اطمينان به په دې شپه کي ډير زيات وي.
 
زړه به يې د عبادت لپاره زيات شوقمن وي.
 
په سترګو کي به يي اوښکي نه تکيه کيږي.
 
په دې شپه کي به بادونه بلکل ارام وي تيز به نه چليږي.
 
په دې شپه به انسان د شپې په عبادت کي تر نورو شپو زيات خوند محسوسه وي.
 
نو اي د الله بندګانو د الله څخه وويريږئ د الله عبادت وکړئ د دې شپې د قدر څخه برخمن سئ، په صحيحينو کي روايت دى چي په دې شپه چي څوک د ايمان په حال کي په اخلاص سره د الله لپاره په عبادت مشغول سي الله پاک به د ده تير سوي ټول ګناهونه معاف کړي.
 
 
 
په بل حديث کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي د دې شپې د ماښام او ماخستن لمونځ که څوک په جماعة سره وکړي نو ګواکي دى ددې شپي د قدر څخه برخمن سو.
 
 
عاشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي که ماته معلومه سي چي دا شپه د ليلة القدر شپه ده نو زه به څه په کي وايم، ده ورته وفرمايل چي دا وايه:
اللهم انک عفو کريم تحب العفو فاعف عني.

الله رب العزت دي زموږ ټولو ته د دې شپي برکات را په نصيب کړي. امين

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته