تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمؤمن لپاره لومړى څه اړين دي؟
 
  September 26, 2015
  0
وينا: شيخ عبدالقادر جيلاني رحمة الله عليه 

ژباړه: بشيراحمد ريان 

د مؤمن لپاره اړينه ده ، چي لومړى په فرائضو بوخت شي . کله چي له هغو څخه فارغ شي نو د سنتو په اداء کولو کي دي هڅه وکړي ، له هغه وروسته دي په نوافلو او فضائلو بوخت شي. تر څو چي فرائض اداء نشي د سنتو اداء کول ناپوهي او حماقت دى . 

که تر فرايِضو وړاندي په سنتو او نوافلو کي بوخت شي ، داعبادت نه قبلېږي او هغه ذليل کېږي. ددې مثال داسى دي لکه پاچا چي يو کس را وغواړي او هغه دپاچا پر ځاى امير ته ورشي چي د واکمن غلام او چوپړى دى او د پاچا تر امر لاندى دى. 

د حضرت علي بن طالب رضى الله عنه څخه روايت سوى ، چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دهغه نفل کونکي ، چي فرض پر پاته وي ، مثال دهغې حاملي ميرمني دى ، چي د حمل موده يې پوره شوې وي او د نفاس وخت يې رانژدې شوى وي ، دا حمل واچوي، بيا به نه داد حمل والا وي او نه داولاد .
 

همدارنګه ديوه لمونځ ګذاره نفل ترهغو الله جل جلاله نه قبلوي ، ترڅو چي فرض اداء نه کړي. لمونځ کوونکى يو تجار ته ورته دى . تجار چي تر هغه پانګه نه وي ترلاسه کړې ګټه نشي موندلاى . نو نفل کوونکى هم داسي دى  تر هغه مهاله يې نفلونه نه قبليږي، ترڅو چي فرض ترسره نه کړي. هغه کسان هم چي سنت پرېږدې او په داسي نوافلو مشغول شي چي له فرائضو سره معمولي نه دي او شارع عليه السلام هم پرې کوم تاکيد کړي نه وي،داسي مثال لري.

له فرائضو څخه داده چي حرام پرېږدي، له خداى جل جلاله سره مخلوق شريکول او په قضا اوقدر اعتراض پرېږدي. دالله جل جلاله د مخلوق اطاعت پرېږدي ، دا ټول فرائض دي او نور نوافل. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: " د الله په نافرمانۍ کي د مخلوق تابعداري نسته. "
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته