تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیکمرغه ښځي لپاره د ګلانو ګېډۍ
 
  November 19, 2014
  0

لومړۍ ګل: دا له یاده مه باسه، چي ستا رب بخښونکی او توبه قبلونکی دی.

دوهم ګل: پر بې وزلو شفقت کوه، چي نېکمرغه سې. اړ کس ته خیرات ورکوه چي روغتیا ومومې. له چا سره کينه او دښمني مه کوه چي په عافیت (سلامتۍ) سره واوسې.

دریم ګل: ښه ګمان لره ځکه چي الله جل جلاله درسره مل دی، ملائکي ستا لپاره د بخښني دعاګاني غواړي او جنت ته دي د ورتلو لاري ساري.

څلورم ګل: پر الله جل جلاله ښه ګمان کوه. خپلي اوښکي پاکي کړه او د الله جل جلاله درکړي نعمتونه راپه زړه کړه نو د غمونو او اندېښنو به خلاصه سې.

پنځم ګل: داسي فکر مه کوه چي ګوندي چا به دا دنیا شل کړې وي ځکه په نړۍ کي داسي څوک نه دي تېر سوي چي ټول ارمانونه یې تر سره سوي وي او له کومي ستونزي او اندېښنې سره دي مخ سوي نه وي.

شپږم ګل: د خرما د وني په څېر لوړ همت ولره، لکه څنګه چي د خرما ونه دنګه او د هري چټلي څخه لوړه ده چي څوک يې په ډبره ولي نو هغه ورته خپلي مېوې رارژوي.

اوم ګل: ایا تا کله اورېدلي دي چي په خفه کېدو ګوندي ورک شی ترلاسه سوی وي او یا په غمجنېدو کومه تېروتنه سمه سوې وي؟ نو بیا ته ولي اندېښمنه او غمجنه يې؟ 

اتم ګل: د مصیبتونو او فتنو انتظار مه کوه، بلکه د امن، سلامتيا او عافیت انتظار کوه.

نهم ګل: د خپلي سينې د غچ (انتقام) اور په بخښنه ووژنه!

لسم ګل: اودس، غسل، خوشبويي او مسواک د هري تنګسې او اندېښنې دوا ده.

ځلا

لاحوله ولاقوة الا باالله
 
ماخذ: د نړۍ نېکمرغه ښځه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته