تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عمومي قاعده (معاملات)
 
  October 5, 2012
  0
هره هغه نامعلومه سودا چي په آخر کي د بايع او مشتري ترمنځ د نه حل کېدونکي جګړې او اختلاف سبب ګرځي هغه سودا شرعًا فاسده بلل کيږي .
 
مثلاً : د پور په سودا کي که د پيسو د ورکړي مده او نېټه و نه ټاکل سي نو دا سودا فاسده ده ، ځکه د پور ميعاد نه ټاکل د بايع او مشتري ترمنځ د نزاع او اختلاف لامل ګرځي .
 
بايع به يوه هفته وروسته د پيسو طلب ځني کوي خو مشتري به ورته وايي يوه مياشت وروسته يې درکوم .

مَبِيعَه او ثمن څنګه معلوميږي ؟

مَبِيعَه او ثمن د جنس ، نوع او مقدار په بيانولو معلوميږي .

مثلاً : که د يوه من سېلا ورجو سودا په دوو سوو افغانيو وکړل سي سودا صحيح ده ، ځکه چي هم د ثمن جنس او مقدار چي دوه سوه افغانۍ دي معلوم دي او هم د  مَبِيعِې مقدار چي يو من دي او هم يې جنس او نوع چي سېلا ورجه ده معلوم دي .
 
په سودا کي چي مَبِيعَه او ثمن معلوم وي نو د بايع او مشتري تر منځ ستونزه نه را منځ ته کيږي .

که يو څوک يو من ورجي په دوو سوو افغانيو رانيسي ، خو دا چي څه ډول ورجي دي هغه بيان نه کړي نو دا سودا فاسده ده ، ځکه چي د  مَبِيعِې ډول او نوع نامعلوم دى ، د نوعي نامعلومتيا د نه حل کېدونکي نزاع او اختلاف لامل ګرځي ، ځکه مشتري به مثلا سېلا ورجي ځني غواړي خو بايع به پنډي ورجي ورکوي .

اشاره :  و مَبِيعِې او ثمن ته که اشاره وکړل سي که څه هم يې مقدار او صفت بيان نه کړي بيا هم سودا صحيح کيږي ، ځکه په اشاره شى دا ډول تعيين کيږي چي د تسليمۍ په وخت کي يې په مقدار او صفت کي د بايع او مشتري ترمنځ اختلاف نه راځي .

که په بيع کي د ثمن مقدار يعني مبلغ معلوم کړل سي ليکن صفت يې يعني افغانۍ ، تومن يا کلداري بيان نه کړل سي ، دلته بيا د دې مبلغ څخه رواجي سکه مراد اخيستل کيږي .

په هره سکه چي خلکو سودا کول هغه سکه مراد ځني اخيستل کيږي .

که په يو ځاى کي څو سکو رواج درلودى ، هلته که څوک د پيسو صفت بيان نه کړي مثلا په دوو زرو يو شى پر بل خرڅ کړي ، دلته بيا د پيسو څخه هغه سکه مراد اخيستل کيږي چي په هغه زياته راکړه ورکړه کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته