تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: اولاد ته څنګه فتنه ویل سوې ده؟
 
  December 30, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : ( ۳۲۶)

نوم: عبدالواسیع

سوال:  اولاد ته څنګه فتنه وایی؟

جواب : 
حامداً و مصلیاً

 په ایات مبارک  رايځي: إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ...

د  فتنې معنا امتحان ده نو د ایت مطلب دا دی چي الله  جل جلاله  انسان د اولاد په ذریعه  امتحان  کوي  چي د  اولاد په محبت کي ته د الله جل جلاله ده  فرائضو څخه غافل کیږي او که نه؟
 دامعلومه خبره ده چي انسان د اولاد په محبت کي په ډیرو گناهونو اخته کیږي خصوصاً په حرام مال سره.

  په حدیث شریف کي راځي چي د قیامت په ورځ به بعضي کسان راوستل سي د دوی په باره  کي به داسي ویل سي: اَکَلَ عیالَهُ حسناتِهِ : د دوی نیکي د دوی اولادو خوړلي دي. 
 
او په حدیث شریف کي يې اولاد (مَبْخَلَةٌ مَجْبَنَةٌ) یاد کړی ځکه د دوی د وجهي سړی بخیل هم سي د الله تعالی په لار کي خرڅ نه کوي او بې غیرته هم سي د الله جل جلاله په لار کي جهاد نه کوي.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): معارف القران ج،۸ ، ص۴۷۰ سورة التغابن ، بحواله روح المعاني و سنن ابن ماجه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته