تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اختلاف پرېږدئ ای امته د نبي (ص)
  تعلیم الاسلام
  April 19, 2016
  0

 رالېږونکی: نوید احمد

 

اختلاف پرېږدئ ای امته د نبي (ص)
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
واورئ حدیث د پاک رسول (ص) دی
پکښي مؤمن ته لوی اصول دی
اختلاف خلګ تباه کړي پخواني
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
د علماوو سره مل سئ
داخل د علم په درشل سئ
عالمان تاسي ته تګلاره درښوي
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
امته مه ځغله پر بله
راسه تقوا کړه د ځان خپله
ګورئ په دغه دین کي نسته ډلبازي
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
اسلام خو نه دی تنګ نظره
کامله یون دی معتبره
رسۍ تکیه کړئ په منګولو قراني
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
ددین خبري ساده نه دي
نه د کوڅې نه د پلانډه دي
نسیمه کار د دین کوه په تسلي
لاره خوشي کړه نفسي- سره کښېنئ لکه وروڼه
 
شاعر: قاري محمد نسیم نسیم
د تعلیم الاسلام راډيو د یوې ترانې څخه اخذ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته