تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مور او پلار په ناخوښۍ نکاح کول
 
  February 21, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۸۵)

نوم: ایمل

سوال : زه او زما د اکا لور سره خوشحاله يو زه په دې راضي يم او دا په ما راضي ده خو  د دواړو کورنۍ نه غواړي چي زموږ واده سره وسي ، نو محترم مولوى صاحب که چيري موږ د دوي پريکړي ونه منو او  واده وکړو ، دا څنګه کار دي کولاى يي سو که نه ؟
 
جواب :  

حامداً و مصلیاً

که تاسي دواړه عاقلان، بالغان ياست، سره راضي ياست، پخپلو کي د شاهدانو په مخکي نکاح وکړی نو دغه نکاح صحيح کیږي، البته که ددغه کار له کبله ستاسي په کورنۍ کي شخړه او فتنه رامنځته کیږي بيا نو دغه نکاح بايد ونه سي ، خير او برکت ستاسي د خپلو کورنۍ په پرېکړه کي دى ، ځکه چي هغوی هم ستاسي بد نه غواړي، والدين پر خپلو اولادو باندي خامخا مهربانه وي ، کومه تجربه چي هغوی لري ښکاره خبره ده چي هغه  ستاسي سره نسته .
 
البته که چیري ښځه دداسي سړي سره نکاح وکړي چي هغه سړی ددې کفوه یا سیال نه وي، بلکي یو بې دینه سړی وي بیا نو والدین د نکاح د فسخه کولو حق هم لري.
 
ښه خبره دا ده چي څوک د خپلو والدینو انتخاب غوره کړي.


جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن النبي صلى الله عليه و سلم قال رضي الرب في رضى الوالد وسخط الرب في سخط الوالد . رواه ترمذی: باب ماجاء في الفصل في رضا الوالدين . ج٢ : ص١٢ - طبع سعيد .

(٢): فتاوي محموديه : ج١١ ، ص:۵۲۰-۵۲۴-۵۲۵ .
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته