تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ښځي ته د یو کار نه کولو لپاره طلاق
 
  March 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣٨٣)

نوم: شراف الدين اشرفي

د اوسېدو ځای: فراه

سوال : ما وخپلي ښځي ته وويل که دي زما د خور يا زما د مور سره دي بله ورځ جنګ وکئ پر ما طلاقه يې چي ايله دي نه کړم ، خو جنګ شايد بيا تکرار سوي وي ، آيا پر ما طلاقه سوه ؟ بايد څه وکړم ؟
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

په شک سره طلاق نه واقع کيږي ، خو که ستا ښځي يقيناً ستا د مور او خور سره جنګ کړي وي يو رجعي طلاق واقع کيږي . د جنګ د مهال څخه د طلاق عده پيل کیږي په دغه موده کي که تاسو نزديکت ورسره کړی وي نو همدا مو رجوع سول او که عده يې پاى ته رسېدلې وي که دا مو اول يا دوهم طلاق و و ، نوي نکاح ورسره تړلاى سي .
 
الجواب : مولوي رفيع الله 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):و إذَا كَانَ الطَّلَاقُ بَائِنًا دُونَ الثَّلَاثِ فَلَهُ أَنْ يَتَزَوَّجَهَا فِي الْعِدَّةِ وَبَعْدَ انْقِضَائِهَا . الفتاوي الهنديه : ج١ ،ص٤٧٢ .
(٢): وَهِيَ عَلَى ضَرْبَيْنِ : سُنِّيٌّ وَبِدْعِيٌّ فَالسُّنِّيُّ أَنْ يُرَاجِعَهَا بِالْقَوْلِ وَيُشْهِدَ عَلَى رَجْعَتِهَا شَاهِدَيْنِ وَيُعْلِمَهَا بِذَلِكَ. الفتاوي الهنديه : ج١ ، ص٤٦٨ .
(۳): وَكَمَا تَثْبُتُ الرَّجْعَةُ بِالْقَوْلِ تَثْبُتُ بِالْفِعْلِ وَهُوَ الْوَطْءُ وَاللَّمْسُ عَنْ شَهْوَةٍ كَذَا فِي النِّهَايَةِ . الفتاوي الهنديه : ج١، ص٤٦٩.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته