تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کوچنیوالي یا ماشومتوب کي چم کول
 
  April 7, 2013
  0

 تعليم الاسلام دار الافتاء


مسلسله شمېره : (۶۵۹)

د اوسېدو ځای: کندهار  

سوال : ډير کلونه مخکي زه خرقې مبارکي ته تلم، دقران شريف زده کولو لپاره، وروسته له څوکلو ما قران شريف ختم کړ. کله چي د قندهار په شاوخوا کي به خلگو د قران شريف ختم درلودئ، بيابه موږ قاري صاحب دغه د قران شرف ختم ته يا فاتحي ته واستولو او هلته به موږ د قران شريف ختم کوئ، ليکن موږ ډير کوچنيان وو او د جهالت شپي او ورځي وې . موږ دغه قران شريف ټوله ديرش سېپارې نه ختمولې، موږ به عموما ټوله سېپاره نه لوستل. قران شريف به ختم نسو ليکن خلگوته به مو وويل چه موږ قران شريف ختم کړ. اوس زه د څلويښتو کلونو يم، دهغه قران شريف په فکر کي يم. چه ما ښه کار نه کاوه. او موږ  کوچنيانوو  ستاسو ورونو هدايت څه دي او څه وکړم ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په کوچني والي کي يعني په نابالغتوب کي انسان په شرعي احکامو ملکف نه دى، لهذا په ياد سوي کار باندي تاسي ماخوذ ا و مجرم نه ياست ، د راتلونکي فکر په کار دى.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسني و مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلاَثَةٍ عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ وَعَنِ الْمُبْتَلَى حَتَّى يَبْرَأَ وَعَنِ الصَّبِىِّ حَتَّى يَكْبَرَ. ابوداود: ج٢، ص٢٥٦، کتاب الحدود ، باب في المجنون، طبع : رحمانيه لاهور.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته