تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: امام چي په اوداسه کي پښې نه پریولي
 
  April 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٩٧)

نوم: وطن

د اوسېدو ځای: لندن

سوال : زه  چي  لمونځ كوم  امام  پسي كومه دغه امام پر  پښو باندي مسحه كوي يعني پښې نه  پرېولي  او كوم عذر هم نه لري د داسي امام پسي اقتدا كول  صحي دي او که نه ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د اهل سنت او جماعت په اتفاق په اوادسه کي د پښو مينځل فرض دي، که د چا موزې په پښو نه وي او نه يې پښه په دې ډول خوږ  وي چي پريولل ورته زيان کوي او بيا هغه پر پښو مسح کوي نو په دغسي امام پسي لمونځ نه صحيح کيږي، پر تاسو لازمه ده چي په سني امام پسي لمونځ وکړئ.

جواب: مولوي رفيع الله 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قال الله تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ. سورة المائده: ايت٦.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته