تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خپله مېرمن جماع کولو ته اماده کول
 
  April 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۷۰۹)

د اوسېدو ځای: دبۍ

سوال : آيا تاسوته داسي لارښوونه  معلومه ده چي ز د خپلی ميرمني سره  څه ډول جماع وکړم ، ځکه  اکثره وخت چي زه جماع کوم د هغې د خوښۍ ( اماده ) کولو  څخه پرته کيږي،  چي ورسته له جماع څخه ډېره پښېماني و منځ ته راځي که په دې اړه يوه لار ښوونه راته وکړئ ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دا لاندي مستحبات عملي کړی ان شاء الله مشکل به مو رفع سي:

١-  مخکي تر جماع بازۍ کول لکه مسه کول، مچول او داسي نور. 
٢- ترڅو چي په مېرمني کي د جماع شهوت نه وي پیدا سوی نو خاوند دي جماع نه کوي.
٣- په کوم وخت کي چي د خاوند شهوت پوره سي او د  مېرمني شهوت نه وي پوره سوى نو خاوند دي خپله تناسلي عضوه د هغې د تناسلي عضوي څخه نه ليري کوي.
٤-  د ضرورت په وخت کي که يو د بل تناسلي عضوه (په لاس) مسه کړي هم جواز لري او سبب د شهوت ګرځي.
٥- که د مېرمني لپاره ډېره جماع مضر ه و ي نو خاوند دي په جماع  کي ډېر والي نه کوي.

جواب: مولوي عبدالهادي  اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار  افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عن جابر بن عبدالله قال نهى رسو ل الله صلى الله عليه وسلم عن المواقعة قبل الملاعبه. زاد المعاد هداية الجماع.
(٢): قاموس الفقه: ج٣، ص١١٣.
(٣): فلا يعجلها حتى تقضى حاجتها. المغني: ج٧، ص٢٢٨.
(٤): خلاصة الفتاوي: الفصل السادس النکاح والجماع.
(٥): لو تضررت من كثرة جماعه لم تجز الزيادة على قدر طاقتها. درمختار: باب القسم.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته