تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بدله له الله جل جلاله څخه وغواړه
 
  December 25, 2015
  0
رالېږونکی: نوراحمد نوري

هيڅ يو شى داسې نسته، چي الله جل جلاله انسان بې برخې کړى او عوض يې ورنه کړي، په حديث شريف کې دي، که يو څوک په داسې حال کې صبر وکړي، چې دواړه سترگي يې نه وي،  نو د دې په بدل کې به الله جل جلاله ورته جنت ورکړي.
 
که د چا سترگي واخيستل سوي او صبر يې وکړ، نو په جنت کې به تر هغه غوره بدله ورکړي. په کوم مصيبت خواشيني نه ده پکار، ځکه دغه مصيبت، چي د چا له لوري دى، هغه ذات د دې د عوض او غوره بدلي ژمنه هم کړې ده، په دې شرط، چې صبر پر وکړو، ځکه په جنت کې پر صبرناکو سلام وايه سي، لکه چې فرمايي:

 سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّار.
ژباړه: او هغو ته به ووايي، چې پر تاسي سلامتيا ده، څنګه چي تاسې په دنيا کې د صبر څخه کار واخيست، د هغه په برکت نن تاسې د دې وړ ګرځېدلي ياست؛  نو څه ښه دى دغه د آخرت کور!

 په ابن کثير تفسير کې له سعيد ابن جبير رحمة الله علیه نه نقل دي هغه فرمايي چې: إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ. 

د لوستو لارښوونه يوازي امت ته شوې ده، يانې د دوی ځانګړنه ده او تېر امتونه له دې نعمت څخه بې برخې ول، همدا شان يو ځل د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيزارو مزى وشلېد؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم. إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ. ووايه  صحابه ؤ رضي الله عنهم پوښتنه وکړه، چې ايا دا هم څه مصيبت دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: مؤمن، چې له هر ناخوښي کار سره مخ شي؛ د هغه لپاره هغه يو مصيبت دى.

 له ابوهريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى، چي رسول الله صلي الله عليه وسلم  فرمايلي دي، که په تاسې کې د چا د بوټانو مزى وشکېږي؛ نو إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، واياست، ځکه چې دا هم مصيبت دى. همداشان له ابن عباس رضي الله تعالى عنه څخه  روايت دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي، چا چې د مصيبت پر مهال (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) وويل؛  نو الله جل جلاله  به يې د مصيبت تلافي وفرمايي، اخرت به يې ښه کړي او د ضايع سوي شي په بدل کې به ورته تر هغه ښه ورکړي؛ نو له دې امله پکار ده، چې د مصيبت پر مهال بايد (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ووايو.

د معنى او مفهول په پام کي نيولو سره ولوستل سي، ځکه دا د الله جل جلاله د لورنې او په غوره بنده ګانو کې د شمېرېدو لامل دي. موږ بايد ارومرو صبر او انتظار وکړو، چې الله جل جلاله يې موږ ته بدله او اجر راکړي.
 أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ.

 ژباړه: چې پر هغو به د رب زياتې پېرزوينې او رحمت وي او همدغه شان خلګ پر سمه لار روان دي.
 د دې نړۍ ژند لنډ او تنګ دى، خزانې يې خوارې او سپکي دي؛ د اخرت لورنې سترې او هميشنۍ دي! 

چا چې دلته مصيبتونه و ګالل، په اخرت کې به يې سوکالي په برخه سي، څوک چې دلته ستړى سو، هلته به دمه وکړي!

 ددې نړۍ مصيبتونه هماغه خلګو ته درانه او ستر ښکاري، چې دې نړۍ ته په درنه سترګه ګوري او تر خپلي اندازې زيات ارزښت ورکوي، د دغې نړۍ پر مصيبت اخته بايد خپلې پايلې ته ځير سي.(فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ)

ژباړه : بيا به د هغو تر منځه يو دېوال حايل کړاى سي، چې په هغه کې به يوه دروازه وي، په هغې دروازه کې دننه به رحمت وي، او د باندې به عذاب وي.  
 
ماخذ: مه خپه کېږه!
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته