تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په نیم ساعت کي تراویح کول څنګه دي؟
 
  May 29, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٩۴۵)

نوم: ذبيح الله

د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان)

سوال : که د تراويح لمونځ او سورت المالک په ٣٠ دقيقي کي ادا سي دا تراويح صحيح دي او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په دومره چټکتيا تراويح کول ډېر زيات کراهيت لري، لمونځ ستر عبادت دى قران کریم د الله عزوجل کلام دى، پر هر مسلمان لازمه ده چي د الله جل جلاله کلام په ډېر وقار  او سنګيني سره ولولي او لمونځ په ښه انداز  او پوره اطمينان سره اداء کړي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويكره الإسراع في القراءة وفي أداء الأركان ، كذا في السراجية وكلما رتل فهو حسن. الفتاوي الهندية: ج١، ص١١٨.
(٢): ويجتنب المنكرات هذرمة القراءة وترك تعوذ وتسمية وطمأنينة وتسبيح واستراحة. الدرالمختار على هامش ردالمحتار: ج١، ص٥٢٣.
(٣): ائمه مساجد کى تراويح ميں يه سرعت قرائت قومه کا ترک کرنا و غيره تمام کے تمام منکرات اور مکروہات ہيں. فتاوي فريديه: ج٢، ص٥٧٩، باب التراويح.


جواب: مولوي عبدالهادى اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني ، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته