تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په بهر کي د نامحرمو څخه سترګي ساتل
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٥١)

نوم: مطيع الله

د اوسېدو ځای: انګلينډ
                                                       
سوال : كه څوك په يو داسي ملك كي وي چي نسئ كولاى نامحرمي زنانه ته ونه گوري مجبور وي ځكه يوه نه وي دوې نه وي ټول ملك په زنانه وو بأندي  ټک وي ، په دكان كي هم وي په لاره کي هم وي مجبور وي بله لار ه نه وي أو يوازي مخ يې نه بلكي ټول وجود يې لوڅ وي  يوازي يو شت أو پتلون يې وي بيا هم گنا لري أو څومره گناه لري أو كه كومه لاره لري راته را وې ښياست   ؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

بېله قصد او اختيار څخه چي ستا نظر پر ښځه ولګيدى هغه معاف دى ګناه نسته خو دوباره ورته کتل ګناه ده او د اخيستلو په وخت کي د ضرورت  په اندازه خبره کول معاف ده خو نظر به دي کښته وي .

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري ، مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وعن الحسن مرسلا قال : بلغني أن رسول صلى الله عليه وسلم قال : " لعن الله الناظر والمنظور إليه " . رواه البيهقي في شعب الإيما . مشکوة باب النظر الي المخطوبة .
 
(٢): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لعلي : " يا علي لا تتبع النظرة النظرة فإن لك الأولى وليست لك الآخرة " . رواه أحمد والترمذي وأبو داود والدارمي . مشکوة کتاب النکاح باب النظر الي المخطوبة.
 
(۳): وفي حديث طويل فَقَالَ لَهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « أَيْنَ فُلاَنٌ ». قَالَتْ ذَهَبَ يَسْتَعْذِبُ لَنَا مِنَ الْمَاءِ . الحديث ، صحيح مسلم کتاب الاشربة .
 
(۴): اگر اچانک بلاقصد نظر پڑ جائے تو وه معاف ہے مگر دوسرى بار قصدا اجنبيه کو ديکهنا جائز نہيں. فتاوي محموديه: ج ١٩ ، ص١٨٦،  للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته