څانګه: حکايات نيټه: October 6, 2013
       
مورې ورور به مي كله مري؟!
رالېږونکی: حمدالله حليميار

 د گټې وټي يې همدا د دوو ماشومانو پلار وو چی د څو میاشتو راهيسې د سختي ناروغۍ دلاسه د کټ سوی وو هستي او نېستي یې ټوله دده پر علاج خرڅ سوې. 

د څو ورځو را په دېخوا یې په نغري کي اور نه وو بل سوی ، ماشومان به مور ته په سپېرو شونډو راغلل او په ژړا ژړا به یې دوږې گیډې لپاره زار وقاتل غوښتل ، خو بیا به همداسې د مور داوښکو په باران کي خوب یووړه . لس کاله مشر نه درغیدو وو او نه یې د ژوند تناو پرېښودی، تر ډېره د ژوند او مرگ تر مینځ لاس او گریوان وو خو اخر داسي ورځ راورسیده چي د کاله د مشر بستره د ناروغي له  كټ څخه د جنازې د كټ پر لور ورټوله سوه .

د کور میرمن کونډه او ماشومان یې یتیمان سول د کفن او دفن چارې یې هم د پور او سلم په پیسو ور برابر کړل د سیمه ایز دود له مخي د گاونډیانو له کورونو د خوراک څه نا څه لوښي راغلل  د کور د میرمنې یوه مړۍ هم تر ستوني نه تیريده وږي تږي يې د خپل تور قسمت له لاسه اوښکي تویولې .

خو د هغې ۸ کلن زوي او ۵ کلنه لور چي له لوږي پرته په بل هیڅ غم نه وو خبر په دواړو خپړو د خوراک له لوښو څخه خوراک کاوه په شپو او ورځو یې له وچ ټوک پرته دبل شي څکه هم نه وه کړې .تر دریو ورځو ددې بې اسرې كاله د خیټې د دوزخ اور لږ ارام سوی وو خو ډېر ژر دا د رزق دروازه وتړل سوه بیرته هغه لوږي او تندي شروع سوې.

 پرلپسي لوږي يي اته كلن زوې هم سختې تبي  له پښو واچا وه ورځ تر بلي يې رنگ زیړیده د مور په زړه کي یې د يوه بل غم تازه دردونو خولي وازې كړي وې په سرو سترگو به تر سهاره د یوازني زوې سرته ناسته وه .  پر خپله بې کسۍ ، او بیوزلۍ یې ژړل د خاوند غم یې لا نوی وو چی ماشوم زوی یی ورته په کټ شو. پنځه کلني لور یې په بوڅه خوله له مور نه وپوښتل : موري ورور به مي كله مړكيږي؟ د مور غوږونو کي یو ازانگه گنگه شوه تا به ویل چي همدا اوس یې پر سر اسماني ټکه رالویدلي وي په ژړاغوني اواز یې ورته وویل: ولی په سترگو ړنده شی ولي داسي وایي؟ دا خو زما او ستا یوازنۍ اسره ده خداي جل جلاله به یې راته روغ کړئ. لور په سلگو شوه ویل موري زه وږي يمه چی ورور می مړ شي نو گاونډیان به ډوډۍ زموږ کره راوړي .
 
 
د عربي ژبې زده کړه