تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علامه ابن جوزي رحمه الله نصیحتونه
 
  October 29, 2013
  0
رالېږونکی: ډاکټر محمد هاشم نظروال- کاناډا

١- ګناهونه د انسان زړه پوښي ،نو کله چې د انسان د زړه ښيښه توره شوه نو بيا په هغه کې د نيکۍ او هدايت مشاهده نشي کيدای . څوک چې د ګناه ضرورونه احساس کړي په هغه پښيماني ښکاره کوي 

۲- ای هغه سړيه ! چې خپله لمن دې پر ګناهونو ککړه کړې . چيرته دي هغه اوښکې چې وبهيږي ؟

ای هغه سړيه ! چې د ګناهونو په بند کې بندي يی په تيرو ګناهونو دې وژاړه ای افسوس د ستا په حال چې مرګ دې راشي د الله طرف ته وغوښتل شي مګر دعوت يې نه قبلوې . هغه وخت به څه کوﺉ چې د سفر ناره ووهل شي خو تا خپله آمادګي نه وي نيولې .

ایا ته هغه څوک نه وې چې پر ډاګه به دې د الله تعالی نا فرماني کوله او الله تعالی به دې هير وو ؟ 

۳- ای افسوس د هغه چا په حال چې هر څومره يې ګناهونه زياتيږي هغومره يې استعفار کميږي .او هر څومره چې قبر ته لنډيږي هغومره يې سستي او ټنبلي زياتيږي .

۴- ای غافله! له خپل ځان څه خبر لرﺉ ؟ د خپل ځان له لوږې خبريږي او ځان موړ کړې ،بسترې ته لاړ شي او خوب وکړې اوبس ستا او د چهارپایانو څه فرق وشو ؟

۵- ای هغه کسه ! چې خپله ځواني دې تباه کړه د اعمالو دفتر دي نافرمانۍ نه ډک کړی آيا ته نه پوهيږي د انسان اندامونه به د حشر په ورځ پر خبرو کولو راشي او پر سړی به شاهدي وايي؟

ای افسوس د هغه چا په حال چې ټول ژوند ورته مناقشه وګرځي دا به ستا د غفلت ثمره وي .
 

۶- د قرآنکريم نصيحتونه اوسپنه ويلي کوي او د انسان د پاره په هره لحظه کې روښنايي او هدايت وي ، مګر غافل انسان که څه هم هغه تلاوت کوي خو له هغه څخه هيڅ پند نه اخلي .

۷- څوک چې د سختي او زحمت څخه د وتلو د پاره ثناء او تمجيد وايي ابتلاء او امتحان پر هغه اسانه کيږي .او څوک چې د ګناهونو بديو او رسواييو نه د نجات کوښښ کوي د هغه ترک به هغه ته آسانه شي 

۸- زه هغه چاته حيران يم چې د بقا پر ځای بنا خوښوي لکه يو څوک چې د څه مقدار اوبو په بدل کې درياب خرڅ کړي ، يا هغه څوک چې مريضۍ ته په روغتيا ترجيح ورکړي ، يا خراب کور ته په پاک او نيک کور ترجيح ورکړي.

۹- ټول انسانان به په يوه ډاګ کې سره راټول شي هغوی به پر دوو ډلو وويشل شي نيکبخته او بدبخته يوه ډله به په الهي عذاب ګرفتار شي اود بلې ډلې د پاره به هغه ورځ د خوشحالۍ او اختر وي.

۱۰- ای د آدم بچيه ! د دنيا د ګناه مستي او خوشحالی ډيره لنډه ده مګر د آخرت ناآرامي او درد او غم ډير اوږد دی . تر څو چې انسان د هدايت په نور کې خپل ژوند تيروي تر هغه پورې د هدايت په مسير روان وي مګر کله چې پخپل ژوند کې د ګناه تيارې داخلې شي نو بيا نور ورک شي .

۱۱- ای انسانه ! تر غفلت سخت خوب ، تر شهوت سخته غلامي ،تر مرګ سخت مصبت او تر بډاتوب بل هيڅ ياد نشته.

۱۲- ای هغه انسانه چې د جنت په لټه کې ياست ،پوه شه چې ستا پلار آدم د يوې کړني په وسيله له جنت څخه ويستل شو. آيا ته په داسې حال کې د جنت هيله لرې چې ډير ګناهونه دې کړي او توبه نه ورباندې کوې؟ هغه انسان چې په ناپوهي سره خپل وخت تير کړی او په نافرمانۍ خپل روزګار چلولې مناسبه دا ده چې د خپل تير عمر په کړنو ډيرې اوښکې تویې کړ.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته