تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمونځ او ننني مسلمان
  تعلیم الاسلام
  October 28, 2017
  0
رالیږونکی: نصیب الله ژمن
 
یو عالم وايي چي د لمانځه په  وړاندي د یوویشتمي پیړۍ د مسلمانانو غفلت دې نتیجې ته رسولې دي چي: 
 
۱: د سهار لمونځ ئې په خوب ورڅخه تېر سي او ضایع کیږي.
 
۲: د ماپښین لمونځ په کار یا مکتب او یا هم پوهنځۍ کی ورڅخه ضایع کیږي.
 
۳: د مازیګر لمونځ په تفریح، یا مجلس او یا هم په استراحت کي ورڅخه ضایع کیږي.
 
۴: د ماښام لمونځ په کوم غیر ضروري مصروفیت، یا ځان اخته کولو ورڅخه ضایع کېږي. 
 
۵: د ماخستن لمونځ په تلویزیون یا فلم یاډرامه لیدلو او یا هم د سندرو په اوریدلو ورڅخه ضایع کیږي.
 
۶: د جمعې د ورځي لمونځ هم په مېله یا کوم فرعي مصروفیت ورڅخه ضایع کیږي.
 
۷: د تهجد لمونځ خو صرف یو تصور یا د خوب او خیال خبره ده.
 
 
 
نو ځکه په قبر کي لومړنۍ پوښتنه د لمانځه په هکله ده او شاعر هم داسي وايي:
 
روز محشر که جان ګداز بود
اولـیـــن پرســـش نـمـــاز بــــود
 
 لوی خدای جل جلاله دي ټولو مسلمانان واقعي مؤمنان جوړ کړي، ځکه انسان اصلاً د الله جل جلاله د عبادت له پاره خلق سوی دی، نوري چاري فرعي خو الهي عبادت اصلي هدف دئ.
 
څومره به ښه وي چي نور نو د ډول ډول حیلو او پلمو څخه ځانونه خلاص کړو او هغه څه را پیل کړو چي له پاره ئې دې دنیا ته راغلي یو. 
 
ماخذ: اخلاقي کنايي 2015-12-21 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته