تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنیفه رحمه الله د ذکاوت قصه
 
  January 15, 2014
  0
 ادارې له خوا

په کوفه کي یوه شخص نعوذبالله امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنه ته په یهودي ویل، امام صاحب رحمة الله علیه خبر سو او هلته ورغلی او ورته وويې ویل چي زه ستا د لور په مرکه راغلی یم زه غواړم ستا لور و خپل زوی ته په نکاح کړم، هلک ډېر شریف، مالداره، د قرانکریم حافظ، سخي او عبادت ګذاره دی، د الله تعالی څخه بیریږي د لمانځه او روژې ډېر پابند دی، هغه نفر ورته وویل چي زه خو تر ده په کښته حیثیت لرونکی خاوند راضي وم دا دوستي خو بیخي ښه ده یعني دا هلک خو ډېر دینداره دی، 

امام صاحب ورته وویل چي هو! یوه خبره سته! هغه دا چي دا هلک یهودي دی. هغه نفر چي دا خبره واورېده نو سخت انکار يې وکړی او دا يې وویل چي ته زما د لور واده د یوه یهودي سره کوې؟!! امام اعظم صاحب په جواب کي ورته وویل: ایا ستا د فکر مطابق رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو دوو لوڼو نکاح نعوذبالله د یهودي سره کړې وه؟!! هغه نفر سمدستي وویل: استغفرالله زه توبه کاږم او بیا به هیڅلکه داسي خبره ونه کړم.

 ماخذ: تاریخ بغداد، د تعلیم الاسلام راډيو د نشرېدونکو وقفو څخه
 
کولای سی دا قصه په ږغیز ډول هم واوری:  د امام ابوحنیفه رحمه الله ذکاوت

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته