تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ايا ايمان له چا څخه نه ځي؟
 
  June 21, 2016
  0
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 
 

ليکوال :مولوي عصمت الله عزام 

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم اما بعد:

انسانانو ته چي الله پاک څومره نعمتونه ورکړي په هغو ټولو کي تر ټولو لوی نعمت ايمان دی ، د ايمان سره په قیمت کي هيڅ شی برابرنه دی. او تر ټولو ضروري کار هم د مؤمن لپاره دا دئ چي بايد ددې سترنعمت ساتنه وکړي.
دا وجه ده که د انسان ايمان، سر،عزت اومال ته خطره پېښه شوه نو د هر څه ورکولو ته به تيارېږي خو ايمان به له لاسه نه ورکوي.

ځکه ايمان داسي شی دی چي ددې له امله دانسان ابدي برياليتوب په برخه کېږي.

خو دا خبره هم هر چاته معلومه ده چي د قیمتي شي دښمنان هم زيات وي، څومره چي يوشي ډېر ارزښت ولري، هغومره به خطرې هم ورته ډېري متوجه وي اوانسان که غواړي چي هغه ارزښتناک شی ورسره پاته شي اوده ته په کار ورشي نو د هغه شي ساتني ته به ډېر پام کوي.

ددې مثال داسي دی لکه د چا سره  سره زروي، نو خاوند يې ډېر ورباندي وېرېږي چي داسي نه وي راڅخه ورک شي، غل راباندي خبر نه شي او څوک يې په کم قيمت راڅخه وانخلي.

نو همدا راز ايمان ته هم ډېر خطرونه متوجه دي اوبايد د ايمان خاوند د ايمان په هکله داسي احتياط او وېره ولري لکه دسرو زرو خاوند چي د خپلو سروزرو په هکله لري او ورسره احتياط کوي، چي داسي نه وي داسي خبره يا داسي کار را څخه صادر شي چي له امله يې د ايمان له دولت څخه بې برخي شم.

ځيني خلگ د ايمان په هکله داسي فکرکوي چي ايمان دغره په څېر دی. په غره باندي که باران وشي، که زلزله ورباندي راشي، که بمبارورباندي وشي، که يخ ورباندي راشي اوکه گرمي ورباندي راشي په ټولوحالاتوکي نه بې ځايه کېږي بلکي په خپل ځای کلک ولاړوي.

همدا راز ځيني خلگ ايمان هم دغسي گڼي چي يو وارسړي ايمان راوړی نو بس تردې وروسته که هرڅه کوي مسلمان دی، په ايمان کي يې هيڅ فرق نه راځي. دا د ځيني خلگو بې ځايه او ناسم خيال دی ځکه ايمان د الله پاک اوبنده ترمنځ يو باريک تعلق دی، دا تعلق په ځيني خبرو او کارو سره پرې کېږي اوله منځه ځي.

ددې مثال داسي دی لکه د يوچا د ډېرعمر دوست وي، د ډېره وخته يې ورسره دوستي اومحبت وي خو يوه ورځ يو داسي کاروکړي او يا داسي خبره وکړي چي له امله يې د ټول عمر دوستي له منځه ولاړه شي او نه يوازي دا چي دوستي له منځه ولاړه شي بلکي د دوستۍ پرځای يې ورسره دښمني او د محبت پر ځای يې کينه پيداشي. دغه مثال دايمان هم دی.

د ايمان تعلق هم د ځينو کارونو او خبرو له امله له منځه ځي او انسان له ايمان څخه خلاصېږي.

دې خبري ته په احاديثوکي هم اشاره شوې ده د نمونې په توگه يوحديث دادی:
عن ابي عبدالرحمان بلال بن الحارث المزني رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:ان الرجل ليتکلم بالکلمة من رضوان الله تعالی ماکان يظن ان تبلغ مابلغت يکتب الله له بها رضوانه الی يوم يلقاه،وان الرجل ليتکلم بالکلمة من سخط الله ماکان يظن ان تبلغ مابلغت يکتب الله له بهاسخطه الی يوم يلقاه (رواه مالک في المؤطأ والترمذي وقال حديث حسن صحيحرياض الصالحين۴۴۶)

ژباړه: له حضر ت ابوعبدالرحمن بلال بن حارث مزني رضی الله څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: يقينًا يو سړی دالله تعالی د رضامندۍ داسي خبره کوي چي ده دا گومان نه کاوو چي دا به ترهغه ځايه ورسېږي کوم ته چي ورسېدله. الله پاک دده لپاره ددې خبري له امله خپله رضا تر هغي ورځي ليکي په کومه کي به چي دی د الله پاک سره ملاقات کوي (يعني دقيامت ورځ) او يو سړی د الله تعالی د ناراضتيا يوه خبره کوي چي ده دا گومان نه کاوو چي دا به تر هغه ځايه ورسېږي کوم ته چي ورسېدله، الله پاک ددې خبري له امله دده  لپاره خپله ناراضتيا ترهغي ورځي پوري ليکي په کومه کي چي به دی دالله پاک سره ملاقات کوي!!

نو د يوې خبري له امله تر قيامته رضا هم ورته ليکل کېږي او د يوې خبري له امله ناراضتيا هم ورته ليکل کېږي.

نوله دې امله بايد انسان کوشش وکړي چي داسي خبري اوکارونه ونه کړي چي له امله يې ايمان ته زيان رسېږي.

او مؤمن بايد له خپل ايمان څخه غافل نه شي، داسي نه وي چي دی خبرهم نه وي او ایمان ورڅخه تللی وي، بايد د خپل ساتنه وکړي او داسي وېره بايد د ايمان په هکله ولري لکه په سروزروچي د سروزرو مالک وېرېږي بلکي ترهغه زيات ځکه سره زر د دُنيا يو شی دی، ايمان خو تر دې ډېر زيات قيمتي دی، سره زر خو صرف د مثال په توگه بيانېږي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته