تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کفالت (معاملات)
 
  March 13, 2014
  0

 کفالت ضمانت ته وايي  ، کفالت د استيثاق تړون دى ، ځکه په ضمانت د پور لاس ته راوړل ښه باوري کيږي او د سوځلو مخه يې په نيول کيږي .


مثلاً : د دوکاندار د دواندارۍ ځيني شيان د داسي تاجر سره وي چي هغه يې نه پېژني يا باور نه پر لري ، خو تاجر دې ته ليوال وي چي مالونه په پور خرڅ کړي ، ځکه ټول مالونه په نقدو نه خرڅيږي ، ځکه ډېر دوکانداران يا خو مايه نه لري يا يې په نقدو رانيولو ته زړه نه ښه کوي .

پدې صورت کي دوکاندار او تاجر دواړه د پور سودا ته اړ او ليوال دي البته تاجر د پور د سوځلو څخه بيريږي ، ځکه چي يا خو دوکاندار نه پېژني يا پر هغه باور او اعتماد نلري .

په پورته صورت کي د دوکاندار او تاجر تر منځ په ضمانت باور پيدا کېدلاى سي .

 که داسي نفر چي هغه دوکاندار پېژني او باور پر لري د دوکاندار ضمانت وکړي او تاجر بيا پر ضامن باور او اعتماد ولري ، ضمانت يې قبول کړي د بې باورۍ خنډ ليري کيږي ، د تاجر او دوکاندار ترمنځ سودا شوني کيږي .
د کفالت تعريف : د بل د مال يا د بل د ځان ذمه اخيستلو ته کفالت (ضمانت ) وايي .


اصطلاحات :

کَفِيل : کفيل ( ضامن ) هغه چاته وايي چي د بل د مال يا د بل د ځان ذمه اخلي .

اصيل : اَصِيْل هغه چاته وايي چي کفيل يې ذمه اخلي او اصيل ته مَكْفُولٌ عَنْه هم وايي .

مَكْفُولٌ لَهُ : مَكْفُولٌ لَهُ هغه چاته وايي چي هغه ته ضمانت ورکول کيږي .

مَکْفُوْلُ بِهِ : مَکْفُوْلُ بِهِ په مالي ضمانت کي هغه مال ته وايي چي کفيل يې د ادا کولو ذمه اخلي او په ځاني ضمانت کي بيا و هغه شخص ته هم مَکْفُوْلُ بِهِ وايي چي کفيل يې د حاضرولو ذمه اخلي البته دا کس د مکفول عَنْهُ په نامه هم ياديږي . 

مثال : که زيد پر بکر د خالد په ضمانت موټر په پور خرڅ کړي ، پدې مثال کي بکر اصيل يا مَكْفُولٌ عَنْه بلل کيږي ، زيد مَكْفُولٌ لَهُ  بلل کيږي او خالد کفيل يا ضامن بلل کيږي او د موټر هغه پيسې چي پر بکر باندي دي مَکْفُوْلُ بِهِ نوميږي .
--------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته