تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غریب او شتمن قبر!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2022
  0
رالېږونکی: حمد الله حلمیار
 
په هدیره کي یو کس د خپل بډایه پلار د مرمرین او ښکلي قبر سرته ناست وو او بل بیا د خپل غریب او نیستمن پلار د خاورو خړ مزار ته ګونډي ماتﯤ کړﯤ وﯤ. د شتمن زوی په ډیر فخر سره د غریب زوی ته پيغور ورکړ چي ته خو یو ځل راشه زما د پلار په مرمرینو ډبرو ښکلی شوی قبر وګوره پر څومره قیمتي ډبره مي ورباندي قايله لیکلي، د قبر شاوخوا مي هم ورته ښه پوښلي او سیمټ کړﯤ ده او بیا دي خپل د پلار قبر ته پام وکړه یوازي د خاورو کوټنۍ دي ورباندي جوړه کړي او یو دوه خښتﯤ دي ورته جګي کړﯤ دي!

 

د غریب زوی پرې راغبرګه کړه: ستا خبره پر ځای ده چي ستا د پلار قبر زما د پلار تر قبر ښکلی او خورا ټینګ جوړ شوی دی خو دي ته دي باید پام وي چي کله د قیامت په ورځ خلګ له خپلو خپلو قبرونو راپاڅیږي نو چي ستا پلار ددغو تیږو او سیمټو له امباره ځان راباسي زما پلار به دوخته لا ان شا الله جنت ته رسیدلی وي.


ماخذ: د خونـــــد او پنــــد قصې، د سعدي شیرازي د قصو غورچاڼ

پښتو ژباړه:  حمدالله حلمیار
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته