تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فكري جګړې سلاوي
 
  April 24, 2014
  0
رالېږونکی: عبدالهادي

ددې جګړې سلاوي ډلنيو وژونكي وسلې، بمونه  راكټونه ، موشكان، مخ په وده طيارې او ماډرن توپونه نه دي بلكي ددې جګړې وسلې تر پورتنۍ  سلاوو بدتري دي او بنسټ غورځونكي دي فكر كوم چي دغه سلاوي د اسلام ضد او غير انساني فكرونه خپرول دي، ددوئ د جګړې سلا د شك او تردد په ديني تعليماتو كي پيداكول دي ، په اسلامي ټولنه كي دښمني او بې باوري شيندل دي. يقيني خبره ده چي دا داسي سلاوي دي چي ډېر خلګ نه دي ورته متوجه.

 

 

دفكري جګړې شعار

 

 

دفكري جګړې مشران او متوليان د خلګو تېر ايستولو او د فكرونو د غولولو لپاره داسي شعارونه په كار اچوي: 

- وده
- تمدن
- اصلاح او غوښتنه
- د پوهنيز ښكیلاك په وړاندي مقاومت
- د بيان او نظر ازادي
- د تيرو څرګندتیاوو او پديدو په وړاندي پاڅون او داسي نور.
 

مګر دغه ټوله شعارونه د حقيقت څخه خالي دي د دوئ دغه شعارونه يواځي چي وده، ازادي او صلحه نه راوړي بلكي بې عدالتي، زورزياتى او استشمار منځ ته راوړي.

 

دفكري جګړې خطر او دمبلغ لپاره یې د يرغل اهميت

 

 
فكري جګړه په څو مرتبو تر نظامي جګړې خطرناكه ده ځكه نظامي جګړه ټولو ته يعني پوه او ناپوه، لوۍ او كوچني ته روښانه ده او ټوله په يوه سلا د دفاع په موخه د ښار پاكي او د خلګو خلاصون د جګړې د تاوانو څخه كړني ترسره كوي د اكار ډېر اسانه دئ. او فكري جګړه په پټه طرحه كيږي د لږو خلګو پرته یې څوك نه ويني تر هغه وخته چي ژوري اغيزې او منفي اثرات  نه ؤي ښكاره سوي څوك نه ورته متوجه كيږي.

 بلې! پر ځاى خبره ده چې ووايم چي فكري جګړه تر نظامي جګړې او ښكیلاك زېاته خطرناكه ده. څه دي چى دا جګړه د مځكى مخ نه تهديدوي بلكي عقل تهديدوي. د يوه لښكر سره نه مخامخ كيږي بلكي د يوه ملت سره مخ كيږي جغرافيايى مساحت  تر خپل ګورت لاندي نه راولي بلكي فرهنګ تر خپل ګورت لاندي راولي. د يوې ځانګړي پايګاه او موقيعت سره نه جنګيږي بلكي شخصيت تر نښي لاندي راولي. يو څاه (كوهي) ته زهر نه اچوي بلكي ښارونه او عقلونه مسموم ګرځوي. الات او حروف نه خرابوي بلكي عقيده او ثقافت له منځه وړي نو له همدې امله دغه جګړه ډېره مشكله او ژوره جګړه ده. 

ددغه جګړې په وړاندي مقاومت او دفعه یې تر رغنده بې له درېدو لټون، ما هرانو خپرونو خپرول او ټينګ تنضيم غوا ړي .كله فكري جګړه دومره خطرونه لري نو هر اړ خيزه يرغل د مبلغ لپاره داهميته ډك رول لري ځكه مبلغ د امت مسلمة ستورئ دئ او د امت لپاره يو محكوم حيثيت لري. چي امت يې د همايت سره پناه تر لاسه كولاى سي نو دغه مبلغ ته اړينه ده چى ددغه جګړې په اړه كافي معلومات ترلاسه كړي. او د دوئ د ټولو پلانونو، خپرونو او چلونو څخه چي ددې امت لپاره چڼل كيږي ځان خبر كړي پدې ترتيب كولاى سئ چي په ښه توګه خلګو ته د دين ښه پوهه وركړئ او د دوئ د افسانوي شرو څخه یې وژغورئ او د شيطانانو د دامونو او كمينو څخه یې وساتئ چي د دعوت په لاره كښي ايښودل سوي دي. 

الله جل جلا له فرمائي:  قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ .(سورة سوسف _ ۱۰۸)
ژباړه:  (اې رسوله!) ووايه دغه زما او دهغو كسانو لاره ده چي زما اتباع كوي چي د الله ولوري ته په بصيرت او بينائي سره دعوت كوم الله پاک دۍ او زه د شرك نيونكو څخه نه يم. 

 

دفكري جګړې مرحلې

 

 
فكري جګړه د خپلو ارمانونو د پوره كولو او شتون پيدا كولو لپاره تر څلورو مرحلو تيريږي او هره مرحله د ورؤستۍ مرحلې لپاره تمهيد او مقدمه وي. كېدلاى سي چي دغه مرحلي په لاندينو ټكو كى خلاصه سي:

الف: صليبي جګړې.
ب: ښكيلاك.
ج: پر اسلام باندي د چيني پاڅونونو لومه.
د: د مسيحيت دودول او د مسيحي تبليغ لپاره د اسلامي دين په وړاندي مبلغينو استخدامول.

په راتلونكي کي به ددې مرحلو بيان په تفصيل سره وكړو.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: فکري جګړه،
مؤلف: شیخ یحی محمد الیاس
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد

-----------------
لومړۍ لیکنه دلته لوستلای سی: فکري جګړه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته