تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نعت شریف
 
  May 8, 2014
  0

 نعت شریف

رالېږونکی: عبدالقدیر کاکړ
نوم دی خوږ دی ته بېشکه چي پیشوا یې
په مقام کي ته افضل تر انبــــــیا یې
 
ته هم غوښتی وې الله و خپل معراج ته
نازولی پر دربار د پاک مـــــــــــــولا یې
 
تا روښانه حقیقت کړ ټول جــــــــهان ته
ته د درســــــــت جهان په حقه رهنما یې
 
غمګـــــــــيـــنۍ د خپل امت کړې پریشانه
ته همیش و خپل امت ته په دعا یې
 
په لــــقب یې د رحمت ستاینه ســـــتا کړه
هــــــم سردار ددې دنـــــــیا هم د عقبا یې
 
د کـاکړ د زخمي زړه عــــــــلاج په تا شي
بې له شــــــــکه چی حبیـــــب د کبریا یې
 

 

سرته