تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت هارون علیه السلام ژوند لیک
 
  June 14, 2014
  0

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَى وَهَارُونَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ. سورة يونس الاية ٧٥
ژباړه :تردوى وروسته موږ ولېږل موسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  وفرعون او دده قوم ته په اياتونو سره نو فرعون او دده قوم   کبر وکړ، او جرم کونکي قوم سوه.
 

د هارون علیه السلام  نسب

هارون علیه السلام  دموسي علیه السلام  ورور دئ ، دعمران زوى دئ، عمران دناهث زوى دئ ، ناهث دلاوي زوى دئ ، لاوي ديعقوب علیه السلام  زوى دئ ، يعقوب علیه السلام  داسحاق علیه السلام  زوى دئ ، اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ. پردوى دي افضل الصلوة والسلام وي.

الله جل جلاله  هارون علیه السلام  دموسي علیه السلام  سره يوځاى په پيغمبرۍ ولېږئ ، په دعوت کي دموسي علیه السلام  سره همکار او معاون وو. الله جل جلاله  دموسي علیه السلام  دعا دده په اړه قبوله کړه . کله چي موسي علیه السلام  الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي اې الله ! زما سره هارون علیه السلام  هم پيغمبر کړه چي زما سره په دعوت کي همکار او وزېر سي. الله جل جلاله  دموسي علیه السلام  ددعا په اړه داسي فرمايي:
وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي (۲۹) هَارُونَ أَخِي (۳۰) اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي (۳۱) وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي (۳۲). سورة طه الايات ٢٩ الي ٣٢
ژباړه : اې الله ! زما دکورنۍ څخه زما لپاره يو مرستيال وګرځوي ، هارون علیه السلام  زما ورور، زما ملا په ده سره وتړې . او زما سره يې په دعوت کي شريک کړې.

الله جل جلاله  دخپل رحمت او مهربانۍ له مخي دموسي علیه السلام  دعا قبوله کړه او هارون علیه السلام  يې پيغمبر وګرځاوه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
 
وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا. سورة مريم الاية ٥٣
ژباړه : او موږ ده ته دده ورورهارون دخپل رحمت څخه وبخښئ  په نبوت سره (يعني دده سره په دعوت کي دمرستي لپاره مو نبي مو کړ)

د هارون علیه السلام  ژوند او دعوت

هارون علیه السلام  ترموسي علیه السلام  درې کاله مخکي پيدا سوى دئ . الله جل جلاله  دى دخپل ورور موسي علیه السلام  سره يوځاى بني اسرائيلو ته په پيغمبرۍ سره لېږلى دئ. هارون علیه السلام  په ژبه کي ډېر فصيح وو ، په زړه کي ډېر پياوړى وو له همدې امله الله جل جلاله  دى دموسي علیه السلام  سره په پيغمبرۍ او دعوت کي مرستيال وګرځوئ چي ظالم او مغرور فرعون ته دعوت ورکړي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ. سورة قصص الاية ٣٤
ژباړه : زما ورور هارون علیه السلام  تر ما په ژبه کي زيات فصيح دئ نو زما سره يې په پيغمبرۍ ولېږه چي زما مرستيال سي ، زما تصديق وکړي ، بېشکه زه بېرېږم چي دوى به ما درواغجن وګڼي.

کله چي دموسي علیه السلام  دعوت ذکر سي ورسره يوځاى دهارون علیه السلام  دعوت هم ذکر کيږي ، الله جل جلاله  دوى دواړه ، فرعون ، هامان ، قارون او بني اسرائيلو ته په پيغمبرۍ لېږلي وه . مګر دموسي علیه السلام  مرتبه او مقام تر هارون علیه السلام  لوړ وو ځکه موسي علیه السلام  داولوالعزم انبياؤ په ډله کي دئ او هارون علیه السلام  دنورو نبيانو په څېر يو نبي دئ.

الله جل جلاله  په قرآنکريم کي دموسي علیه السلام  ژوند په تفصيلي ډول بيان کړى دئ . مخکي دپنځو اولوالعزم پيغمبرانو په بيان کي دموسي علیه السلام  بيان په اجمالي ډول وسو دده ټولو حالاتو ته په اجمالي ډول اشاره وسوه چي دى څنګه پيدا سو ، چيري لوى سو ، څنګه دمصر څخه وواتى ، مدين ته څنګه ورسېدى ، دمدين دشيخ دلور سره يې څنګه نکاح وکړه ، څنګه پيغمبر سو، څنګه يې فرعون ته دعوت ورکړى ، څنګه معجزې يې ښکاره کړې ، څنګه يې بني اسرائيل دځان سره بوتلل او څنګه تورات باندي نازل سو؟. دغه ټولو بيانونه چي وسوه په زياتو ځايونو کي هارون علیه السلام  دده سره ملګرى وو په سفر او کور کي هارون علیه السلام  ورسره وو. هر چيري چي به موسي علیه السلام  دعوت چلوى هارون علیه السلام  به ورسره ملګرى ووکله چي موسي علیه السلام  دطور غره پرلوري تلى ددې لپاره چي الله جل جلاله  پرده باندي تورات کتاب نازلوئ ددې لپاره چي تورات دبني اسرائيلو لپاره يو دستور ، قانون او شريعت سي نو تر شا يې هارون علیه السلام  خپل ځاى ناستى وټاکى او ده ته يې وصيت وکړى چي دبني اسرائيلو داصلاح او مراقبت لپاره پوره هڅي کوه چي درڅخه ګمراهان نه سي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:

وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ . سورة اعراف الاية ١٤٢
ژباړه : موسي علیه السلام  خپل ورور هارون علیه السلام  ته وويل : ته زما په قوم کي زما خليفه سه ! او ددې قوم اصلاح کوه، او ته دمفسدانو دلاري تابعداري مه کوه.

موسي علیه السلام  چي کله دتورات دنازلېدو لپاره په سفر باندي ولاړى څلوېښت ورځي يې سفر وو ځکه په قرآنکريم کي هم دغه سفر څلوېښت ورځي ښودل سوى دئ. کله چي دى په سفر ولاړى بني اسرائيلو ته دغه سفر اوږد معلوم سو دموسي علیه السلام  تر شا په يوه لويه فتنه کي واقع سوه هغه داچي دبني اسرائيلو څخه يوتن چي سامرى نومېدى يو ګيلګى يې دسرو زور او طلاوو څخه جوړ کړى بيا يې يو مټ خاوره چي ده دجبرائيل علیه السلام  داسپي دقدمو څخه راخيستې وه په دغه ګيلګى کي يې پوه کړه هغه  ګليګي نارې شروع کړې ، سامري خپل قوم ته ږغ کړه چي دا خداى دئ راسئ ددې خداي عبادت وکړى دموسي علیه السلام  څخه خداى ورک دئ هغه وځنډېدئ راسي ددې خداى عبادت شروع کړى ، بني اسرائيلو ورسره ومنل ، هارون علیه السلام  دوى ددې کار څخه منعه کړه او ورته وې ويل : دا ګيلګى خداى نه دئ ، موسي علیه السلام  راځي دالله جل جلاله  دلوري څخه کتاب راوړي تاسو په دې ناروا باندي لاس مه پوري کوئ . بني اسرائيلو دده خبري ته پاملرنه ونه کړه د ګيلګى عبادت يې پيل کړى . کله چي موسي علیه السلام  راغلى خپل ورور او قوم ته په قهر او غصه سو ، خپل ورور يې تر سر او ږيري ونيوئ او ورته وې ويل : تاولي بني اسرائيل ددې ناروا کار څخه نه منعه کول ، هارون علیه السلام  ورته وويل : ما خپل وس وکړى ، دوى زما خبري ته هيڅ پاملرنه ونه کړه بلکي پر خپل سر يې زور کړئ او د ګيلګى عبادت يې پيل کړ. الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:

وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ . سورة اعراف الاية ١٥٠
 
ژباړه : کله چي موسي علیه السلام  خپل قوم ته راغلى ډېر سخت په غصه سو ، وې ويل : ډېربد خلف مو نيولى دئ ترماوروسته ايا تاسو تلوار وکړه دالله جل جلاله  په امر کي . تختې يې کښېښودې چي تورات پر ليکلى وو او خپل ورور يې تر سر ونيوئ راکش يې کړى.  هارون علیه السلام  ورته وويل : اې زما دمور زويه ! بېشکه قوم زه کمزورى کړم ، نژدې وو چي ما ووژني ، دښمنان په ما مه خوشاله کوه. او ته ما دظالم قوم سره مه ګرځوه.

داقصه په تفصيلي ډول په تفسيرونو او دتاريخ په کتابو کي ليکلې ده که دچا زړه وي چي نور معلومات پکښي تر لاسه کړي نو نوموړو کتابو ته دي مراجعه وکړي.

هارون علیه السلام  ١٢٢ کاله عمر درلودى ، تر موسي علیه السلام  يوولس مياشتي وړاندي والهي رحمت ته پيوند سو او ددې فاني نړۍ سره يې مخه ښه وکړه . 
 
دهارون علیه السلام  و فات د تيه په ميدان کي هغه وخت رامنځته سو چي بني اسرائيل لا فلسطين ته نه وه تللي.
 
رحمه الله واسکنه فسيح الجنة
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 
 
 
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
-----------------------------------------------------
یادونه: د نورو انبیاوو علیهم السلام مقدس ژوند لیکونه په دغه برخه کي لوستلای سی: انبیاء علیهم الصلاة والسلام

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته