تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر ټولو ستر بخالت
 
  June 21, 2014
  0
لیکنه: حاجي سلطان ويس ''اکرمي''

الله جل جلاله نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  ته پرنوروانبیاؤوعلیهم السلام  په  ډیرو وجوهاتو غوره والی ورکړی دی خوموږ دلته دنمونې په ډول پرنوروانبیا ووعلیهم السلام  درسول الله صلی الله علیه وسلم  پریوه برتري اوغوره  والي باندي بسنه کوو الله جل جلاله  فرمايې: 

(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب:۵۶]

ژباړه : بېشکه الله جل جلاله  اوفرشتې د الله جل جلاله  پرنبي  صلی الله علیه وسلم  درود وايې، اې هغه کسانوچي ایمان مو راوړی دئ  پرنبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي درود اوسلام ووایاست) .

 دهمدې ایت مبارک  څخه  ښه واضح سوه چي درودشریف زموږ مؤمنانولپاره څومره ضروري امر اوعظیم تأکیددئ .

داچي د درودشریف د ویلوفضيلت نورهم تاسوته معلوم سي پدې اړه د پیغمبرعلیه السلام ومبارکواحادیثوته مراجعه کوو:

حضرت ابوذر رضي الله عنه فرمایی :چي زه یوه ورځ دکورڅخه دباندی راووتلم اودرسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کښي حاضرسوم هغه صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل :چي آیا تاسوته ترټولوبخیل سړی ونه ښیم؟

صحابه کرامو رضي الله عنهم  وویل : یا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ضروريې راته وښیه ، راته ويې فرمایل : دچاپه مخ کي چي زمانوم ذکر سي اوپرما باندي درود ونه وايې نوداسړی په ټولوخلګوکښی بخیل دئ (الترغيب والترهيب جلد ۳ صفحه  ۱۷۰) .

حضرت ابی ابن کعب  رضي الله عنه  فرمايي :چي ما د نبي کریم   صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه : زه په تا سو ډیر درود لېږل غواړم نوما چي د ذکراودعا دپاره څومره وخت مقررکړی دی دهغه وخت څخه په کومه اندازه وخت یوازی ددرودشریف لپاره مقررکړم؟ 

رسول الله  صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: څومره چي ستا خوښه وي ماوویل  چي : څلورمه حصه دمقرر وخت څخه ددرودلپاره تعین کړ م ؟ هغه صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل :څومره چي ستاخوښه وی که ته تردغه زیات وخت ورکړې دابه ستا لپاره بهتر وی ماورته وویل :که دتعین سوي وخت ددروبرخوڅخه دوې برخي ورکړم؟راته ويې فرمایل :څومره چي ستاخوښه وي خوکه ته دازیات کړې دا به ستا لپاره بهتر وي، ما وویل :چي بیا زه ټول وخت پرتاسوددرودشریف ویلولپاره خاصوم ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : بیا به ستادهرحاجت کفایت وکړل سي اوستا هره  ګناه به معاف کړل سي  (اخرجه احمد کذا فی کنزالعمال ج۱ص۲۱۵) 

همدارازحضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي:چي د یوبنده دعا ترهغه وخت  پوري دمځکی اواسمان ترمنځ معلقه وي یعنی دقبلېدولپاره نه پورته کیږي ترڅوپر نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  يې درودنه وی لیږلی .     (رواه ترمذي)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته