تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دیوبند ته د کندهار د علماوو سفر!
  تعلیم الاسلام
  June 27, 2014
  0

 

 

 د تعلیم الاسلام ادارې د دیوبند قافله!

 

د کندهار ښار څو تنه علماء کرام د سه شنبه ( ۳/۴/۱۳۹۳ ) په هندوستان کي د نړۍ د مشهوري اسلامي مدرسې دارالعلوم دیوبند په لور یو علمي سفر پیل کړی. 

 
دا علمي قافله او وفد د تعلیم الاسلام ادارې د رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب حفظه الله په ابتکار او مشرۍ سره پیل سوی وو.
 
ددې سفر موخه او هدف دا دی چي د افغانستان هغه طلباء چي د افغانستان په مدرسو کي زده کړي کوي وکولای سي خپلي زده کړي د نړۍ په یوه مشهور او مستندي اسلامي مدرسې (دیوبند) کي تکمیل کړي.
 
ددې لپاره چي افغاني طالب العلمانو ته په دیوبند کي د زده کړو لپاره زمینه مساعده سي او د تګ او راتګ لپاره اسانتیا برابره سي نود کندهار ښار دغه علماء کرام به ان شاءالله په هند کي د دیوبند او همدارنګه د هند د نورو مشایخو معاصرو علماء کرامو سره هم وګوري.
 
د یادوني وړ ده چي دارالعلوم دیوبند مدرسه په نړۍ کي د مسلمانانو ستره اسلامي مدرسه او د حنفي مذهب تر ټولو ستره نړۍ واله مرجع ګڼل کیږي چي د تیرو ۱۵۰ کلونو راهیسي يې د اسلام او مسلمانانو لپاره نه ستړي کیدونکي او نه هېرېدونکي علمي خدمتونه کړي دي چي د نامه سره يې هر مسلمان بلد دی.
 
په دې علمي سفر کي ګډون کوونکو  علماء کرامو نومونه :
 
(۱):  مولوي محمد عمر خطابي د تعلیم الاسلام ادارې رئیس
(۲):  مولوي عنایت الله د مدرسة الفاروق مهتمم
(۳):  مولوي حسن جان د عثمانیه مدرسې مهتمم
(۴):  مولوي سید احمد د حکیمیه مدرسې مهتمم
(۵):  مولوي عبدالهادي د دارالعلوم کندهار مدرسې مهتمم
(۶):  مولوي فضل الرحمن د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما مدرسې مهتمم
(۷): مولوي ولي الله د امام بخاري رحمة الله علیه د مدرسې مهتمم
(۸):  مولوي عبدالهادي حماد د حمادیه مدرسې مهتمم
 
 
نوموړي علماء کرامو تقریباً دوې اونۍ هلته تیري کړې.
 
دارالعلوم دیوبند مرکز د افغاني علماء کرامو په ورین تندي ښه راغلاست وکړی، په ډېره خوشحالۍ یې مېلمستیا وکړل او د علماء کرامو وړاندیز يې په خوښۍ سره قبول کړی او دا څرګندونه یې وکړه چي د افغانانو سره يې خاص الفت دی. ددې ترڅنګ يې علماء کرامو ته د حدیثو خاص سندونه هم ډالۍ کړل.
 
پورته ذکر سوي علماء کرامو د سفر څخه په راستنېدو د دارالعلوم دیوبند د ښه مېلمستیا او همکارۍ څخه زښت زیات متاثره وه او هلته يې د ډيرو لویو مشایخو سره ملاقاتونه کړي وه.
 
تعلیم الاسلام اداره فعلاً اته څانګي لري چي په اوو ولایتونو کي فعالیت کوي لکه کندهار، هلمند، جلال اباد، فراه، زابل، ارزګان او نیمروز .
 
تعلیم الاسلام اداره یوه خپلواکه شخصي اسلامي راډيو ده چي د عامه مسلمانانو په علمي او مالي مرسته پر مخ ځي.
 
ستاسو د خصوصي دعاګانو او همکاریو په هیله،
 
جزاکم الله خیراً
 
تعلیم الاسلام اداره
د ویب پاڼي څانګه
---------------
د دارالعلوم دیوبند مدرسې د لنډي پېژندني او تاریخچې په اړه لاندي په زړه پوري مقاله لوستلای سی: دارالعلوم دیوبند
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته