تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوکانو شرعي احکام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 27, 2014
  0

 لیکنه: عبدالغفار جبیر صاحب

  
نوکان په احاديثو کي
 
د نوکانو او وېښتیانو په چټل ځای کي غورځول مکروه دي.(۱) (شمایل کبری ټوک ۱-۲، پاڼه ۳۳۳
لیکوال: مولانا مفتی ارشاد صاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز)
 
د یوه صحابي څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چي د زیرناف ویښتیان لیري نکړي، نوکان پرې نکړي او بریتونه لنډ نکړي هغه زموږ څخه نه دی.
 
د حضرت جابر رضی الله عنه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي نوکان لنډوئ! دا ځکه چي د نوک او ورۍ ترمنځ شیطان ځغلي. ( شمایل کبری ټوک ۲، پاڼه ۳۵۸- ۳۷۰)
 
یو انسان خپل نوکان باید (په مستقل اومسلسل ډول سره) پرې کړي. (صحیح مسلم)
 
د نوکانو په پرېکولو کي د راسته لوري شروع وکړئ. (صحیح مسلم/ بخاری)
 
په نوک باندي شی مه ذبح کوئ دا ځکه چي دا د حبشیانو چاړه ده. (صحیح مسلم)
 
نوکان بايد په څو ورځو کي پريکړل شي؟
 
په شریعت کی د نوکانو پرېکول د فطرت څخه شمېرل سوي دي،  په اونۍ کي یو ځل نوکان پرېکول مستحب دي، په ۱۵ ورځو کي جایز دي او تر۴۰ ورځو ځنډول مکروه دي، د نوکانو زیات پرېښودل د ګناه سبب ګرځي له همدې کبله هغه نارینه او ښځې چي نوکان د فیشن لپاره پریږدي دا درست کار نه دی. (فتاوای حقانیه ټوک ۲ پاڼه ۴۲۰)
 
پر غټونو کانو باندي شيطانان کښيني
 
امام غزالی رحمة الله علیه وایي چي تاسي نوکان لنډوئ دا ځکه چي پر غټو نوکانو باندي شیطانان کښیني. (احیاء العلوم- ټوک ۲/ پاڼه ۴۱۱)
 
په غاښونو نوکان پريکول مصيبتونه راولي:
 
په غاښونو باندی نوکان پرېکول مکروه دي دا ځکه چې په دې سره د رزق تنګي راځي ، مسکینې راځي او همدارنګه د پیس د ناروغۍ سبب ګرځي. (اتحاف – ټوک ۲ پاڼه ۴۱۲)
 
غټ نوکان مکروه دي:
 
غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي. (جامع الفتاوی ټوک ۱۰، پاڼه ۳۳۹/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه ملتان پاکستان)
 
مصنوعي نوکان مکروه دي:
 
مصنوعی نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي. (مفتی احمدممتازصاحب)
 
 

 

نوک څه شي ته وايي؟

 

 

د لاسونو یا پښو د ګوتو د ډیسټال برخي د ظهري سطحې په مخ تقرني جلدي پاڼه عبارت د نوک څخه ده. (بهیج طبي سیند/ پاڼه ۷۰۰)
 
د ټول بدن د پوره ساتني سره سره باید انسان د خپلو وړو اندامو خیال هم وساتي لکه د ګوتو ساتل او د نوکانو ساتل، د پښو او لاسو نوکان باید په خپل وخت کی پریکړل شي ترڅو په ورځني استعمال کي خپل بدن او یا د بل کس بدن زخمي نشي.
 
نوکان باید څه وخت پریکړل شي؟ ددې سوال په ځواب کی باید وویل شي چې دا و کار او وظیفې ته کتل کیږي د بیلګي په ډول سره که یو څوک مستري وي نو وده ته پکار ده چي نوکان ډیر ژر ژر لنډ کړي.
 
 
د لاسونو نوکان نسبت د پښو تر نوکانو ژرغټیږي، د لاس د منځنئ او د ګوتمۍ د ګوتي نوکان نسبت و نور نوکانو ته ژرغټیږي، په هغه لاس باندي چي کار کیږی د هغه نوکان نسبت وبل لاس ته ژرغټیږي، په اوسط ډول سره هر نوک په ورځ کي (0.1) ملي متره غټیږي، خو پکار دا ده چي نوکان ژر ژر پریکړل شي. (New York Times)
 
په هرصورت دا مهمه ده چي نوکان باید پریکړل شي، دا ځکه چي که نوکان تیره وي نو د کور په کار کي په ټوکر او یا بل رخت کی بندیږي او هغه څیري، د بدن سره نښلي اوهغه زخمي کوي، تر نوک لاندي خیره او جراثیم سره یو ځای کیږي چي دا پخپله د روغتیا لپاره خطرزنګ دي ، او که دا جراثیم او خیره و نس ته ولاړ شي نو دا بیا ناورین دی، باید اقلاً په هره اونۍ کيی نوکان یو ځل پریکړل شي.
 
د نوکانو د پرېکید یو بله ګټه دا ده چي نوکان درځ نه کوي، نه ماتیږي او نه هم خپله طبعي ځلاله لاسه ورکوي. له دې سره سره کله چي نوکان ژر ژر پریکړل کیږي نو هغه ژرغټیږي هم  چې دا د بدن د روغتیا لپاره ډېر ګټوردي. (Health Day News)
 
لاندي مضامین به ان شاءالله وروسته پر لیکه سي:
 
د غټونو کانو تاوانونه په ساينس کي
د نوکانو خوړل او چيچل په ساينس کي
نوکان ستاسو ناروغې درته وایي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته