تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نړیواله رهبري او د ساینس مخکښ تمدن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 23, 2015
  0

 

 
 (Hewlett Packard) د کمپیوټر ستره نړيواله کمپنۍ ده چي تولیدات يې د نړۍ هر ګوټ ته رسیږي. په لکونو کارګر او په بیلونونو ډالره عواید لري. څو کاله مخکي ددې مشهوري کمپنۍ رئیسي (کارلي فیورینا) په اوسنۍ نړۍ کي د قیادت او مشرتوب په اړه یوه وینا وکړه، دې د خپل بیان په پای کي د تاریخ په اوږدو کي د یوه عظیم قیادت او رهبرۍ مثال په لاندي ډول بیان کړئ : 
 
" زه به خپله بیان په یوه قصه باندي پاي ته ورسوم. 
یو وخت یو تمدن شتون درلود چي د نړۍ تر ټولو ستر تمدن بلل کېدئ. دې ستر تمدن وکړای سوه چي یو انتهايې پراخ او نړيوال دولت رامنځ ته کړي چي د یوه بحر څخه تر بله بحره او د شمالي آب و هوا څخه بیا د مځکي تر استوا او نورو دښتونو پوري رسېدئ، په دې ستر حاکمیت کي په سلګونو میليونونو انسانانو چي د مختلفو مذهبونو او نژادونو لرونکي وو ژوند کاوه.
 
 د دوی د ژبو څخه یوه ژبه د نړۍ د اکثریتونو  یوه جهاني ژبه وګرځېده، چي د سلګونو هیوادونو د خلکو ترمنځ یو پل وو، ددې ستر سلطنت لښکري او فوجونه د بې شمېره قومونو څخه جوړ وه، او ددې ستر حاکمیت لښکرو د هغي درجې صلحه، ارامي او سکون نړۍ ته راوستئ چي تر نننۍ ورځي پوري چا نه وو لیدلی. تجارت او سوداګري يې د لاتین امریکا څخه تر چینه پوري وغځوله او د دوی ترمنځ  هیوادونه يې په بر کي  ونیول.
 
دغه ستر مدنیت په اختراعاتو چلېدئ، انجینرانو يې داسي تعمیرات طرح کړل چي اوج ته ورسېدل!
 
د ریاضي پوهانو يې د الجبر او الګوریتم علم رامنځ ته کړئ چي د کمپیوټر په جوړولو او د کوډونو په بدلولو کي يې مرسته وکړه. ډاکټرانو يې د انسان بدن معاینه کړئ او د ناروغیو نوي علاجونه يې کشف کړه، نجوم ګرانو يې فضا ته نظر وکړی، ستوري يې ونومول او فضا ته د تللو لپاره يې لاره هواره کړه.
لیکوالانو يې په زرګونو مختلف واقعات لکه د شجاعت واقعات او.. ولیکل .
 
په داسي حال کي چي نور ملتونه د نظریاتو د وړاندي کولو څخه بېرېدل خو دغه ستر تمدن په دغو نظریاتو سره سرلوړی او کامیابه سو او دغه نظریات يې ژوندي وساتل. نورو به د تیرو ولسونو د علومو مخنیوي کوئ خو دغه تمدن علم ژوندی وساتي او تر نورو يې ورسوئ!په داسي حال کي چي اوسنی غربي تمدن ددغو ځانګړو پرمختګونو د زیاتي اندازې څخه ګټه اخلي، دا تمدن چي زه يې په اړه تاسو ته بیان کوم اسلامي نړۍ وه!  د ۸۰۰ میلادي کال څخه تر ۱۶۰۰ میلادي کال پوري چي د ترکيې عثماني خلافت، د بغداد، دمشق او قاهرې محکمې هم پکښي ځای لري، داسي مشران یې تنویر کړل لکه خلیفه سلیمان اول (د عثماني خلافت خلیفه).
 
که څه هم موږ ډېر ځله ددې تمدن د منني او قدردانۍ څخه ناخبره یو خو تحفې یې زموږ د میراث زیاته برخه تشکیلوي (یعني زموږ د نن ورځي زیات پرمختګ اصلاً د دوی هغه تحفه ده چي دې نړۍ ته يې ورکړې ده). د عربو د ریاضي پوهانو د همکارۍ او سهم پرته به د ټیکنالوژۍ صنعت اوس هیڅ شتون نه درلودای. د دوی صوفي شاعر او عالم (جلال الدین رومي) زموږ د عقیدې نفسیاتو او حقایقو ته ننګونه کول، مشرتابه يې لکه خلیفه سلیمان اول زموږ د زغم او تحمل او مدني رهبرۍ نظريې ته ډېر څه عطا کړل، ښايې چي موږ دده د مثال څخه یو درس زده کړو، هغه دا چي د دوی مشرتوب او رهبري د تقوا او قابلیت پر بنیاد وو نه د میراث پر بنیاد، هغه دا ډول رهبري وه چي د یوه مغلق او پیچلي نفوس د قابلو او بااستعداده کسانو وړتیا يې په کار اچولي وه...
 
دا ډول ځلانده رهبري- داسي رهبري چي یو خاص دود، ثبات، ګډ یووالي او شجاعت يې راپورته کړی- د ۸۰۰ کلونو په دوران کي يې د اختراع ګانو، امن او سکون خوا ته لاره هواره کړه.دا ډول ستر مثال موږ ته دا امید راکوي چي موږ باید د نن سبا د تاریکیو او سختیو په زمانه کي د ټولنو او ادارو د جوړېدو  ژمنه وکړو، تر هر څه مخکي باید د رهبرۍ او قیادت پر ارزښت تمرکز  وکړو، د قیادت باجرأته کړني او د رهبرۍ واضح فعالیتونه تر سره کړو." 
 
دا وو د نړۍ د کمپیوټر د مشهوري کمپنۍ د رئیسي کارلي فیورینا اعتراف چي د اسلامي رهبري په اړه يې کړي وو، حقیقت دا دئ  چي د نبوي بعثت څخه بیا تر اسلامي نظامونو پوري مسلمانانو د ښې رهبرۍ مثال وړاندي کړی دئ؛ دا څه علت وو چي مخکي مسلمانانو ټوله نړۍ رهبري کوله ؟ او ټول اسلامي امت په امن، سکون او عزت  سره ژوند تیراوه ! حتــْی چي کفارو به هم هغه نظامونه خوښول ځکه د خپلو استبدادي او ظالمو حکومتونو څخه سخت په تکلیف ول. معلومه خبره ده چي هغوی اسلام ته تر هر څه ارزښت ورکاوه، ځکه د هغو شعار اسلام او عمل يې قراني وو، 
ژوند يې بې تکلفه وو او په اسلامي تهذیب يې ویاړ کاوه، زموږ حال د هغو له حالت سره زیات توپیر لري نو ځکه د اسلامي وحدت څخه محروم سوي یو. 
 
د حل لاره دا ده چي په اجتماعي او ټولنیز ډول ټول مسلمانان پر خپله عقیده او اعمالو باندي غور وکړي، د خپل ځان، کورنۍ او نورو مسلمانانو د اصلاح په فکر کي سي، تر هغه چي زموږ عقیده او عمل اصلاح نسي دا ډول اسلامي رهبري لکه مخکي چي مو لرل نسو ترلاسه کولای، په دې اړه الله تعالی فرمایي:   [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا....] سورت النور، ایت: ۵۵
 
الله جل جلاله ستاسو څخه د هغو کسانو سره وعده کړې ده چي ایمان يې راوړی دئ او ښه عملونه يې کړي دي،قسم دئ خامخا به الله جل جلاله دوی په مځکه کي خلیفه ګان کړي لکه هغه کسان چي یې خلیفه ګان کړي وو، چي د دوی څخه مخکي وه او خامخا به قوي ورګرځوي دوي ته د دوی دین، هغه (د اسلام دین) چي (الله تعالی) دوی ته غوره کړی دئ، او د دوی د خوف وروسته به په بدله کي خامخا امن ورکړي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
 
----------------------------------------
یادونه: همدغه وینا په انګریزي ژبه دلته ولولئ: HP Chief's Speech on Islamic Civilization
اړونده لیکنه: په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته