تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره امت باید خپل غوره والی وساتي
 
  February 22, 2015
  0

 لیکنه: مولوي سید محبوب شاه ساجد


د الله  جل جلاله  د بې شمېره نعمتونو څخه پر محمدي امت باندي يو لوی نعمت دا دی،  چي محمدي امت يې په دنيا او آخرت کي تر نورو ټولو امتونو غوره او بهتر امت ګرځولی دی.

د بشريت په تاريخ کي هيڅ يو امت ته دومره زيات فضايل او ځانګړتياوي نه دي ورکړل سوي؛ څومره چي دې امت ته ورکړل سوي دي.

د دې امت د بهتروالي په هکله الله  جل جلاله  فرمايي: ﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ ﴿آل‌عمران: ١١٠﴾

ژباړه: (ای محمدي امته!)  تاسي بهتر امت  ياست، چي د خلګو لپاره ايستل سوی دی؛ تاسي په نېکی سره حکم کوی او دبدۍ څخه منع کوی او پر الله  جل جلاله  باندي ايمان لر ی.

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

«إِنَّكُمْ تُتِمُّونَ سَبْعِينَ أُمَّةً أَنْتُمْ خَيْرُهَا وَأَكْرَمُهَا عَلَى اللَّهِ.» «رواه ترمذي»
ژباړه: يقيناً تاسو اويا (۷۰) امتونه پوره کوی؛ خو تاسو په ټولو امتونو کي بهتر ياست او پر الله  جل جلاله  باندي په ټولو کي باکرامته ياست.

په همدې ترتيب د دې امت خورا ډېر فضايل دي؛ چي په تفصيل سره ذکر کول يې د دې مقالې د حوصلې څخه وتلې خبره ده؛ خو د بېلګي په توګه يې څو په لنډيز سره ليکو:

۱– الله  جل جلاله  د اسلام دين د دوی لپاره خوښ کړی دی. (مائده:۳)
۲- د دوی د لمانځه صف يې د ملائکو د صف په څېر ګرځولی دی. (مسلم، احمد، نسايي)
۳- د غنيمت مال د دوی لپاره حلال ګرځول سوی دی .(بخاري، مسلم، ترمذي)
۴- ټوله مځکه يې د دې امت د لمانځه لپاره مسجد او پاکوونکې ګرځولې ده. ( احمد)
۵- پنځه لمونځونه پر فرض دي؛ خو ثواب د پنځوسو لمونځونو ورکوي. ( بخاري، مسلم، ترمذي، نسايي)
۶- د قيامت په ورځ  به پر نورو خلګو شاهدان وي. (البقره:۱۴۳)
۷- دا امت به تر ټولو لومړی د صراط پر پل تېرېږي .(بخاري، مسلم)
۸- لومړی به دوی جنت ته داخلېږي .(مسلم)
۹- د قيامت په ورځ به يې د اوداسه اندامونه برېښي. (متفق عليه)
۱۰- د جنتيانو زياته برخه به د محمدي امت وي. ټول جنتيان ۱۲۰ صفه دي؛ چي اتيا صفونه به يې د محمدي امت او څلوېښت  به يې د نورو امتونو وي. (ترمذي، ابن ماجه، حاکم او داسي نور.)

دا هغه بهترين امت دی، چي د ټولو کائناتو لپاره رحمت دی؛  تر څو چي د مځکي پر مخ يو کلمه ويونکی موجود وي، قيامت به نه راځي او د کائناتو نظام به نه ګډوډېږي.

اې مسلمانه وروره! نن ورځ چي کافران، مشرکين، يهود، نصارا، هندوان او نور د مځکي د سر د نعمتونو څخه خوري او څښي، دا زما او ستا له برکته دي.

د پر ديو تقليد او پېښې د څه لپاره!؟
د دې سره-سره، چي الله  جل جلاله  مسلمانانو ته په دنيا او آخرت کي دومره غوره والی او عزت ورکړی دی؛ په خواشينی سره ځيني مسلمانان ليدل کېږي، چي په پټو سترګو د پرديو تقليد او پېښې کوي. ځيني هڅه کوي، چي ځانونه د غرب په رنګ، رنګ کړي. ځيني د هندوانو او نورو کلتورونه د ځانونو لپاره غوره کوي. ورځ تر بلي د ژوندانه په ټولو چارو کي، له غمه تر ښاديو پوري او د کاليو اغوستلو څخه د ظاهري بڼي او قيافې تر څرنګوالي پوري، داسي نوي-نوي رواجونه او رسمونه مروجېږي؛ چي نه د اسلام د مبارکو ارشاداتو سره سمون خوري او نه د منل سوي افغاني کلتور او فرهنګ سره اړخ لګوي. دا ټولي هغه چاري دي، چي د اسلامي او افغاني هويت ريښې له بېخه باسي.

دا هم د يادوني وړ ده، چي د ځوان قشر په منځ کي د پردي غير اسلامي، غير افغاني او غير پښتني کلتور او رواجونو په پلي کولو کي د ځينو پردي پالو، بې حيا او مبتذلو سمعي او بصري رسنيو رول خورا زيات د پام وړ دی. د اسلام سپېڅلي دین، د پرديو او غير مسلمانو سره مشابهت، په هغوی پسي  روانېدل او د هغوی تقليد کول په کلکه غندلی دی او خپلو پيروانو ته يې دا امر کړی دی؛ چي خپل ديني تشخص وساتي. دا ځکه چي دغه الهي دین د ژوندانه د پاره پوره او کامل نظام دی او د انسانانو لپاره د ژوند په هره برخه کي ښووني او تعليمات لري. همدا راز د دغه دين نظام پر خپلو ځانګړنو باندي ولاړ دی؛ چي پر همدې بنياد يې خپلو پيروانو ته ځانګړې تګلاره او هويت ټاکلی دی. 

دا يو منل سوی حقيقت دی، چي په خلګو کي پياوړي اشخاص او پرګنې هغه دي، چی پر خپل کلتور باندي ولاړ وي او په هغه فخر کوي. مسلمانان بايد همداسي وي. مسلمانان بايد په خپل دين، خپلي مسلمانۍ او خپلو ځانګړو اسلامي آدابو او رواجونو فخر وکړي. د پرديو تقليد کول د بې هويته انسانانو کار دی. د پرديو تقليد کول انسان د کمترۍ د احساس سره مخامخ کوي او دا احساس د دې خبري سبب ګرځي، چي يو مسلمان پردي کفار تر ځان لوړ وګڼي؛ هغوی د اقتداء او پيروۍ لپاره د ځان نمونه وګڼي؛ چي د غه حالت د ذلت او کلتوري غلامۍ هغه آخري کرغېړن حد دی.

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم   فرمايي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.» «ابوداود»
ژباړه: څوک چي د کوم قوم سره مشابهت کوي، هغه  له هغوی څخه دی.

 دا يو حقيقت دی؛ کله چي يو مسلمان د کفارو سره د ژوند په مختلفو اړخونو کي مشابهت کوي او د هغوی د کلتور سره مينه لري، نو د دې کار لازماً دوې نتيجې وي؛ يو دا چي د خپلو اسلامي آدابو سره يې مينه نه پاته کېږي او بل دا چي شخصيت يې په پردي تهذيب کي ذوب کېږي او يو بې ثباته،  بې فرهنګه او بې هويته انسان ورڅخه جوړېږي. د دې کار نتيجه د يو مسلمان د دين او انسانيت  لپاره لوی زيان دی.

مسلمانو ته، په ځانګړي ډول، ځوانانو ته مي خواست دادی، چي د يو مسلمان په حيث د الله جل جلاله  په وړاندي خپل مقام، درجه او عزت وپېژني؛ خپل اسلامي هويت دي هر چا ته په ډاګه کړي؛ خپلو اسلامي آدابو، عاداتو، اخلاقو او خپل اسلامي او افغاني فرهنګ او کلتور ته دي ژمن پاته سي او فخر دي په وکړي. د پورتنيو خبرو معنا دا نه ده، چي موږ دي د بشر د دنيوي علومو، ساينس او ټيکنالوجۍ څخه استفاده و نه کړو. هيڅکله داسي نه ده، بلکي تعليم يافته ځوان بايد دې ټکي ته هم پام وکړي، چي نن ورځ نوره پر مخ تللې نړۍ د ترقۍ په اوج کي ده؛ نوي ايجادات يې کړي دي؛ د ژوند د هوسايني لپاره يې د پر مخ تللي ټيکنالوجۍ څخه استفاده کړې ده اونور.  دا ټول په دې خاطر نه دي، چي ګواکي دوی د يو خاص کلتور درلودونکي دي؛ يا دوی مخصوصي جامي اغوستي دي؛ يا د دوی د سر ورېښتان او ږيره په مخصوص شکل او سټايل کي جوړه ده؛ نو ځکه دوی دا هر څه وسايل په لاس کي لري. داسي هيڅکله نه ده؛ بلکي د دوی د پرمختګ اصلي سبب زيار او زحمت دی؛ دماغ په کار اچول دي؛ نه پتلون او نيکټايي په غاړه کول....

زما او ستا هيواد تجربې، علم، ساينس او ټيکنالوجۍ ته اړتيا لري؛ نه د پرديو مفکورو، ايډيالوژيو او رسم و رواجونو واردولو  ته.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته