تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله او د اله د لفظ فرق
 
  March 29, 2015
  0
 استاد انجینر نورالله خان احمدزی 
 
باید پوه شئ چې لفظ  دالله او الا له (معرف باللام) په اړه څو مذاهب دي.

 (۱) علامه سیدشریف وایي: لفظ د الله او الا له، دواړه د الله د ذات علم دي او توپیر یې دومره دی چې الا له اطلاق کله نا کله پر بندګانو باندې هم وي او د الله د لفظ اطلاق د الله تعالی پر ذات کیږي او پر بل هېڅ شي باندې نه کیږي لهذا الا له عام دی او لفظ د الله تعالی خاص دی.
 
 (۲) علامه سعدالدین تفتازاني مسلک ده چې لفظ د الله د الله تعالی د ذات علم خاص ده او الا له کُلي ده، ددې اطلاق په هر معبود باندې کېدای شي.
 
(۳) علامه شیخ رضي دا مسلک ده چې لفظ د الله او لفظ الا له دواړه د الله تعالی په خاص ذات پورې مخصوص دي، د الله څخه غیر پر بل شي باندې د دغو اطلاق صحیح ندي، د تفصیل لپار وګورئ مآرب الطلبه فی تحقیق الفرق بین الالفاظ المترادفة والمعانی المتقاربة : ۱۹، ۱۸).
 
 
په لنډه توګه ویلی شو، چې دا لغوي  معنی ده په عرف اواستعمال کې چې مطلق ذکر شي مراد ځنې فرد کامل دی. اله نکره ده مطلق معبود ته وایي حق وي که با طل وي:  أَلهَ بالفتح إِلاهَةً، أي عَبَدَ عِبَادَةً .
خو الله جل جلا له معبو د بر حق ته وایي. ( الله علم لذات الواجب الو جود المستحق للجمیع الصفا ت الکمالیه المنزه عن جمیع النقا ئص والعیوب.)
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته