تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مفقود د ښځي او میراث احکام
 
  February 13, 2016
  0
د مفقود د ښځي حکم
 
د مَفْقُود ښځه تر هغه مهاله د مَفْقُود د نکاح څخه نه بېليږي او نه بل مېړه کولاى سي ، تر څو چي د مَفْقُود د زيږېدني د وخت څخه دونه وخت تېر سوى نه وي چي په عمومي ډول تر هغه زياته مده څوک ژوندى پاته کېدلاى نسي .
 
دا مده ځيني نوي کلونه ګڼي او ځينو نورو يې بيا يو سل او شل کلونه ګڼي ، ځيني بيا د خلکو د اغلب عمر مده چي شپېته او اويا کلونه دي ور ته ټاکي ، ځيني بيا د وخت حاکم ته مسئله راجع کوي او وايي حاکم که د ورکو کسانو او د وخت او ځاى د شرايطو په پام کي نيولو سره ، د خپلو هڅو او اجتهاد په نتيجه کي ، هر مهال مصلحت وباله ، د مړيني حکم يې صادر کولاى سي .

څه مهال چي قاضي د مَفْقُود د مړيني حکم صادر کړي ، د هماغه وخت څخه به د مَفْقُود ښځه د وفات عده يعني څلور مياشتي او لس ورځي عده تېروي او تر عدې وروسته د بل چا سره نکاح تړلاى سي .

د مَفْقُود د ميراث حکم
 د مَفْقُود مال تر هغه مهاله په ميراث کي نه وېشل  کيږي تر څو چي د هغه د مړيني حکم قاضي صادر کړى نه وي ، خو څه مهال چي د مَفْقُود د مړيني حکم صادر سي ، په دا مهال کي چي د وارثانو څخه هر څوک موجود يعني ژوندى وي هغوى يې مالونه او تَرِکَه د ميراث د وېش له مخي تر منځ ويشي .

د مَفْقُود په وارثانو کي که څوک د هغه د مړيني تر حکم څخه وړاندي وفات سوى وي نو هغه ته د مَفْقُود په ميراث کي هيڅ ونډه نه ورکول کيږي .

د بل څخه ميراث وړل
مَفْقُود د خپل مال په برخه کي ژوندى او د بل د مال په برخه کي مړ ګڼل کيږي ، که د مَفْقُود د ورکي په حال کي د هغه داسي خپل مړ سي چي مَفْقُود يې هم په وارثانو کي راتلى ، د هغه د ميراث څخه مَفْقُود ته ونډه نه ورکول کيږي ، ځکه مَفْقُود د بل د مال په حق کي مړ ګڼل کيږي . 

البته د هغه د ميراث څخه د مَفْقُود د ونډي په اندازه مال متوقف کيږي ، د مَفْقُود چي په ميراث کي څونه ونډه کيږي ، په هغه اندازه مال کنګل کيږي ، نه پر نورو وارثانو ويشل کيږي ، نه د مَفْقُود د مال سره يو ځاى کيږي .
که مَفْقُود ژوندى وموندل سو هغه ورته کنګل سوې ونډه يې ورته ورکول کيږي .

که مَفْقُود لا درکه سو ، آخير يې قاضي د مړيني پرېکړه وکړه ، نو بيا د مَفْقُود د پاره کنګل سوى مال پر هغو وارثانو ويشل کيږي ، کوم چي دا برخه د هغوى د تقسيم پر مهال ځني را کنګل سوې وه . 

لنډه داچي مَفْقُود د ځان په حق کي ژوندى ګڼل کيږي ، نو ځکه يې نه ښځه مېړه کولاى او نه يې وارثان مال په ميراث کي ځني وړلاى سي . 

مَفْقُود د بل په حق کي مړ ګڼل کيږي نو ځکه د بل چا څخه ميراث نسي وړلاى .

د امام مالک رحمه الله په آند د مَفْقُود ښځه د څلورو کلونو وروسته د وفات عده تېروي او تر عدې وروسته د بل چا سره نکاح تړلاى سي .

خو د ميراث په برخه کي امام مالک رحمه الله هم زموږ د مذهب په شان نوي کاله مده ټاکي ، يعني د مَفْقُود چي د ولادت د مهال څخه نوي کلنونه پوره سي بيا مړ ګڼل کيږي او ميراث يې وېشل کيږي ، يا دا چي قاضي ته مراجعه وسي ، که هغه يې د مال د وېش حکم وکړي بيا يې مال د وارثانو تر منځ د ميراث په ډول وېشل کيږي .

د امام احمد رحمه الله په آند که د مَفْقُود د مړيني يا وژني حالت غالبه وو ، نو د څلورو کلنونو وروسته يې مال د وارثانو تر منځ تقسيم کيږي ، دغه ډول ښځه يې هم د څلورو کلنو د پوره کېدلو څخه وروسته د وفات عده تېروي د عدې وروسته که وغواړي د بل چا سره نکاح تړلاى سي .

که څوک د جنګ په ډګر کي ورک سي يا په نژدې کار پسي ولاړ سي او پسي لا درکه سي ، دا د امام احمد رحمه الله  په آند د هغو حالاتو څخه دي چي د مرګ خوا يې غالبه ګڼل کيږي ، په دې ډول حالاتو کي د څلورو کلنونو څخه وروسته مَفْقُود مړ ګڼل کيږي .

کوم حالات چي په هغه کي غالبا څوک نه هلاکيږي لکه د تجارت او سياحت د پاره په سفر تلل ، په دا ډول حالاتو کي د امام احمد رحمه الله په آند موضوع د حاکم او قاضي رايي او نظر ته سپارل کيږي ، د احمد بن حنبل رحمه الله د بلي وينا له مخي مَفْقُود د زېږېدني د نېټې څخه نوي کلونه وروسته ميت ګڼل کيږي .

د همدې مسئلې اړوند زموږ ځيني امامان لکه امام قهستاني رحمه الله وايي : که د ضرورت له مخي د مالک او احمد رحمهما الله د مذهب پر بنسټ فتوا ورکول سي پروا نه کوي ، خو که د مالکي مذهب حاکم لره قضيه وړاندي کېدلاى سواى ، بيا حنفي لره د بل مذهب په ړنا کي د فتوا ورکولو ضرورت نه ليدل کيږي ، ځکه د مالکي مذهب د قاضي پرېکړه پر حنفي مذهب والا هم نافذ کيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي- دوهم ټوک، نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي صاحب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته