تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشومانو خوب ته ځانګړې پاملرنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 9, 2015
  0

 لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ټایمز ویب پاڼه لیکي چي یو ساعت خوب کمول د شپږم صنف دماغ د څلورم صنف دماغ ته را کښته کوي. یعني د ماشوم خوب باید پوره وي. تر اندازې کم خوب کول د ماشوم پر ذهن او دماغي قوت بده اغېزه لري. د دې ترڅنګ ساینسي څېړني ښيي، چي د ماشوم لپاره لږ خوب په راتلونکي عمر کي د ماشوم د بدن پر وزن، اشتهاء  او د ویني پر فشار بده اغېزه لري.

 
ځیني طبي مراکزو د ځينو ماشومانو د خوب لپاره داسي مهالوېش وړانديز کړی دی: چي تر ۲ کاله کم عمر لرونکي ماشومان د ورځي تر ۱۲ ساعتونو زیات، د ۳ څخه تر ۴ کلونو عمر لرونکي ماشومان د ورځي تر ۱۰ ساعتونو زیات او د ۵ څخه تر ۷ کلونو عمر لرونکي ماشومان بايد د ورځي تر ۹ ساعته زیات خوب وکړي.
 
 ددې لپاره چي د ماشوم دماغي قوت او روغتیا ته زیان ونه رسیږي نو کورنۍ دي کوښښ وکړي، چي د ډوډۍ وخت داسي برابر کړي چي د ماشوم د خوب خنډ ونه ګرځي.
 
 او هم بايد ماشوم په داسي ځای کي ويده سي، چي ږغ، رڼا او خبري نه وي؛ ځکه دا د ماشوم خوب ور اخلالوي، چي شايد د دماغي کمزورۍ سبب يې سي.
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته