تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښکېلاک ګر څه غواړي؟
 
  October 9, 2015
  0

 ليکوال : عبدالرحمن   "سعيدي"


د اسلام دښمنانو او ماده پرستانو د اسلام د مبارک دين له شروع څخه بيا تر اوسه پوري د اسلام د ورانولو او د مادي امتيازاتو د لاس ته راوړلو له پاره هر راز تکتيکونه، دسيسې او طرحي په کار اچولي دي. د تکتيکونو د غه منفوره سلسله په معاصر تمدن کي نوره هم بډايه سوې او لا هم د رشد او پرمختګ په حال کي ده؛ چي غبار  يې زموږ تر معصومي ټولني راورسېدی او ډېر افراد يې په لومو کي کښېوتل. ښکېلاک ګر تل په مسلمانانو کي په تفرقه اچولو او د مسلمانانو د ريښو کښلو هڅي کوي. دوی کوښښ کوي، چي د الهي سپېڅلي نظام پيروان طبقه بندي کړي او غواړي په دې ډول مسلمانان ضعيف کړي.

د راهبانو طریقه
 
د منسوخ سوو دينونو څخه نصرانيت داسي  یو آيين دی، چي تر ډېرو تحريفاتو وروسته لا  هم پيروان لري. د هغوی  د راهبانو له لوري ځيني يې د دين په عملي کولو مکلف او ځيني يې بيا مکلف نه ګڼل کېږي؛ ځيني پيروان يې ځانونه پابند او ځيني يې آزاد خياله ګڼي؛ خو برعکس الهي دين ته چي څوک د شهادت کلمې په ويلو سره داخل سي، که شتمن وي که غريب وي، د هر نسب څښتن چي وي، په دين د پوره عمل کولو مسئوليت لري.

طبقاتي مفکوره

ننني ښکېلاک ګر او فکري جنګ سالاران، چي کومه روحيه ځوانانو ته ورکوي، هغه طبقاتي مفکوره ده. هغه داسي چي زموږ يو شمېر ځوانان ځانونه په دين  د پوره عمل کولو لپاره مکلف نه ګڼي او په نبوي سنتو عمل نه کوي. دوی په سنتو عمل کول خپل مسئوليت نه ګڼي؛ بلکي نبوي تګلاره يوازي د يو امام، عالم يا يو خاص شخص مسئوليت ګڼي؛ ځکه نو يو شمېر ځوانان ليدل کېږي، چي نبوي طريقه يې تر شا پرې ايښې او په نورو تګلارو عمل کوي. دا په اصل کي د ښکېلاک ګرو د افکارو ګرزونه دي، چي د دغه کړاو سبب سوي دي.

د مسلمان ځوان غبرګون
 
مسلمان ځوانان بايد فکري ښکېلاک ګرو ته دا په ډاګه کړي، چي د ښکېلاک ګرو اعظمي هڅي د مسلمانو ځوانانو پر ثابت او کلک دماغ هيڅ اثر نه کوي. ځوانان بايد دا وښيي، چي کوم همت او مېړانه، چي په دوی کي سته، د نړۍ د هيڅ ټبر په ځوانانو کي نسته. دې ځوانانو ته په کار ده، چي د خپل نبي  صلی الله علیه وسلم  پر تګلاره ثابت قدمه اوسي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته