تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام له نظره په حکومت کي د اقتصاد رول
  تعلیم الاسلام
  May 4, 2015
  0

 راټولونه: محمد مسعود "محمدي"

 
یو اسلامي دولت مکلف دی، چي د عامو خلکو لپاره اقتصادي آسانتياوي برابري کړي اوپه دې برخه کي يې دولت ته دوې لاري په ګو ته کړي دي تر څو و کولای سي، چي د هغو په وسيله اقتصادي حالت سمبال کړي.
 
لومړۍ لاره:
دولت بايد داسي اقتصادي سازمانونه جوړکړي، چي په و سيله يې خلک په ا قتصادي فعاليتونو کي پوره ونډه واخلي او د خپلو فعاليتونو او کو ښښونو په بر کت ځان ته ښه ژوند برابر کړي .
 
دوهمه لاره: 
یو دولت مستقيماً نسي کولای، چي په پرا خه پېمانه اقتصادي يا تو ليدي کارونه پيل کړي خو د خلګو لپاره به حالات او آسانتياوي برابروي تر څو خلک سرمايه ګذاري وکړي او د عامو خلکو د ښه ژوند لپاره د ضرورت وړ شيان توليد کړي.
 
په لومړۍ لاره کي دا خبره ضروري ده، چي ټول افراد بايد خپلو و ظيفو او مسئوليتونو ته متوجه شي او يو د بل حق و پيژني او د هغه مرا عت وکړي او په دو همه لاره کې دا خبره حتمي ده، چي ټولنه به په عمومي تو ليدي کارونو کې بر خه اخلي او همدارنګه اسلامي حکومت بايد د ملي او عمومي سرمايې څخه د فلج وهلو، بېوزلو، کونډو، يتيمانو، مسافرو، معيوبينو او محتاجو خلکو مشکل حل کړي او د هغوی لپاره د ژوند وسايل اماده کړي.
 
 الله تعالی په دې اړه د الحشر په سورت کي څر ګنده لارښوونه کړې، چي د فی (غنيمت يا بې مالکه مال) عمومي مال بايد د يتيمانو، محتاجو اومسافرو خلکو لپاره مصرف او په کار واچول سي:
 
مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ... (الحشر: ۷)
هغه څه  چې الله جل جلاله خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته د کليو د خلکو څخه ورکړل په هغه کي د الله جل جلاله ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، د خپلوانو، يتيمانو، فقيرانو او مسافرو برخه سته .
 
ددې ايات شريف څخه څر ګنديږي، چي عمومي مال او د ولت د ټولني د غريبو، محتاجو، فلج وهلو، کونډو، يتيمانو او بې وزلو حق دی او تر ټولو د مخه بايد د هغوی ضرورتونه او اړتياوي رفع سي. هغه کسان چي د کارکولو توان لري هغوی ته د کار موقع مساعدول او هغه کسان، چې د کار کولو توان ونلري د هغوی ټول کفالت او سر پرستي پر حکومت او دولت باندي ده. 
 
اسلامي حکومت وظيفه لري، چي د حالاتو او شرايطو سره سم اقتصادي قوانين جوړ او په ټولنه کي يې عملي او تطبيق کړي. همدارنګه اسلامي حکومت بايد د حرامو ګټو (سود او احتکار) څخه خلک منع کړي او د خپل قوت او قدرت په وسيله د هغوی مخنيوی وکړي.   
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته