تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جاهلیت د وخت څلور ډوله نکاح
 
  June 7, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم


رالېږونکی: جاوید احمد
 
حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چي د جهالت په دوران کي د نکاح څلور ډولونه وه : 

لومړۍ ډول نکاح:
دا ډول نکاح د اوسنۍ نکاح په شان وه چي یو سړي به د بل کس لور یا خور  وغوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یې تړل کېده.

دوهم ډول نکاح:
هغه داسي وه چي کله به د یو سړي ښځه د حیض څخه پاکه سوه نو مېړه به ورته ویل چي ولاړه سه د فلاني سره یو ځای سه ( زنا ورسره وکړه) او خپل مېړه به تر هغه نه ور سره یو ځای کېدی تر څو چي د هغه بل سړي حمل به نه ؤ څرګند سوی. (نعوذبالله!)

چي دا نکاح د استبضاع په نوم هم نومول کېده یا صرف د اولاد پیداکېدو لپاره ترسره کېده.

دریم ډول نکاح:
داسي وه چي د یوې ښځي سره به تر لسو کم کسان یو ځای کېدل او کله چي به ښځه حامله سوه نو او اولا به یې پیدا سو نو ورسته به یې ټول کسان راوغوښتل هیچا سرغړونه نه سوای کولای.
 
ښځي به ورته ویل: پوهېږئ چي څه مو وکړل دا دی زما اولاد پیدا سو نو دا ستا زوی دی ای فلانیه! په هم هغه کسانو کي چي به یې د چا نوم واخیست ، دا ماشوم نو د هغه سړي سو.

څلورم ډول نکاح:
دا ډول نکاح داسي وه چي زیات شمېر خلګ به د یوې فاحشي ښځي سره یو ځای کېدل هغه داسي فاحشې وې چي د کورونو پر دروازه به يې جنډۍ درولې وه تر څو خلګ پوه سي چي دا د فاحشي کور دی او بې تشویشه ورسي خو کله چي به یې اولاد پیداسو نو بیا به یې څېره بېژندونکی راوست او هغه به د خپلي تجربې د مخي دا ماشوم یو کس ته منسوبوه.

پر دې سربېره د انجونو ژوندۍ ښخول هم مشهور رواج وو.

داسي هم پېښېدل چي خلګو به  د توری اونیزي په زور پردۍ ښځي د ځان کولې.

د جاهلیت په دوران کي د ښځو لپاره کومه شمېره نه وه هر چا حق درلودی چي بې حسابه ښځي ولري، همدارنګه زنا او شراب دومره زیات وه چي د هري طبقې خلګ ورباندي مبتلا وه. د انسانانو پلرونه به نامعلومه وه.

د اسلام د ستر لار ښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په رسالت سره دغه ټول ډولونه د منځه ولاړل پر ځای یې یوازی پاکه اسلامي نکاح مینځ ته راغله.

کفر دغه ډول لاس ته راوړني لري، اوس مهال هم په کفري نړۍ کي که څه هم د بشر او ښځي د حقوقو غولونکي نارې وهي، دا نارې ځکه وهي چي ښځو ته لاس رسۍ په اسانۍ پیدا کړي.

نن په کفري نړۍ کي تر پخوا لا هم ډيري ښځي خپل ناموس د یو څو پیسو یا لږ شهرت یا هم مقام په بدل کي خرڅوي. ددې ترڅنګ په لکونو ښځي د زنا په بازارونو کي په زوره پلورل کیږي. هغه یوازي د اسلام د رحمت دین دی چي ښځي ته یې په ستر او حجاب سره دومره ستر مقام ورکړی دی چي څوک په بده سترګه هم نسي ورته کتلای مګر که یوه ښځه خپله ځان د ستر او حجاب څخه لیري کړي حتماً به د فتنې ښکار وي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته