تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي او د قرانکریم حکم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 17, 2015
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ. (لقمان ۶)
 
او له انسانانو داسي څوک هم سته چې ناوړي خبرٍي اخلي څو خلک د الله له لاري بې له  پوهي بي لاري کړي او ددغي لاري په بلني پوري ملنډي وکړي ددغسي خلکو لپاره سخت سپکوونکي عذاب دي . 
 
دلته په ایات کی د (لهو الحديث) لفظ راغلی دی، او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي چي قسم په هغه الله چي دده څخه بل د عبادت لایق او وړ نسته چي د (لهوالحديث) څخه مطلب موسیقي ده. (۱)
 
د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اند چې ددي ایات څخه مطلب غزل ویل دي  او جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایي چې ددي څخه مطلب د موسیقۍ ویل او اورېدل دي . (۲)
 
علامه ابن کثیر رحمه الله پخپل تفسیر کي لیکي چي زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعید بن جُبیر، عمرو ابن شعیب رحمة الله علیهم اجمعین، پردي ټینګارکوي چې دا ایات د موسیقۍ  پر ویلو د حراموالي قاطع دلیل او ثبوت دی. 
 
ابن عساکر د قرانکریم د مفسر حضرت مکحول رحمة الله علیه خبره رانقلوي:
که یو چا غزل ویونکې ښځه رانیول، او دا سړی په دغه حالت کي مړ سو، نو زه دده په جنازه کي ګډون نه کوم، دا ځکه چې الله جل جلاله په سورت لقمان کی وایي چې دې سړي (لهوالحديث) رانیولې ده. (۳)
 
علامه ابن جریر طبری رحمة الله علیه پخپل تفسیر (جامع البیان) کي لیکي:
 
د مفسرینو په اند د (لهوالحديث) اصطلاح ددې درو شیانو لپاره استعمالیږي:
 
۱: غزل ویل اواورېدل
۲: د ښځینه او نارینه غزل ویونکو (غزل چیانو) چوپړ او کاروبار کول.
۳: د موسیقۍ د الاتو استعمال، رانیول اوکاروبار کول. 
 
په همدي ترتیب امام قرطبي رحمة الله علیه پخپل تفسیر کي وایي:
 
د (لهوالحديث) تر ټولو ښه معنی (غزل ویل دي) اوهم دا رایه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه او تابعینو وه. (۴)
 
داُمت مسلمه د علماو په اند د قرانکريم د ښه پوهېدو لپاره څلور سرچېني دي:
 
۱: د قرانکریم تفسیر په قرانکریم سره.
۲: د قرانکریم تفسیر په حدیث سره.
۳: د قرانکریم تفسیر د صحابه کرامو  په تشریح او قول سره.
۴: د قرانکریم تفسیر په علم اللغت (لغت پوهنې) سره.
 
الله جل جلاله وایي: 
 أَزِفَتِ الْآزِفَةُ (۵۷) لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ (۵۸) أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (۵۹) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (۶۰) وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ  (النجم ۵۷- ۶۲)
 
نژدي کېدونکی قیامت رانژدي سو، پرته د الله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه سي، ایا نو له دي خبري تعجب کوی؟ او خاندي او نه ژاړي او په سندرو ږغولو د هغه مخه نیسی؟!
 
دلته په قران عزیز کي توري د (سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وایي چي په یمنۍ لهجه کي (سمود) وغزل ویلو ته وایي. (۵)
 
د عربي ژبې نړیواله ماهره او تکړه عالم او د علم اللغة نابغه علامه ابن منظور په (لسان العرب) کي لیکي:
د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي (سمود) وغزل ویلو ته وایي، او دا لفظ له اره (اصله) څخه یمنی دی اوپه یمن کي دوی وایی (اسمد علينا) یعني وموږ ته غزل ووایاست.  (۶)
 
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چي (سامدون) د عربو هغه ډله خلک دي چي د قرانکریم پر خلاف غزلي وایي. (۷)
 
په قرانکریم کی بل ځای راځي: وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ (سورت الفرقان ۷۲)
ژباړه: او (بندګان د رحمان) هغه کسان دي چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کښي (موسیقي).
 
محمد بن الحنفیه او مجاهد وایي چې د (الزور) څخه موسیقي مراد ده. (۸)
 
مشهور مفسر ابن کثیر رحمه الله وایي چې د (الزور) څخه مطلب غزل ویل دي.
 
مشهور مفسر امام ابوبکرالجصاص رحمه الله پخپل تفسیر کي وایي:
 
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د (الزور) څخه مطلب موسیقې اوغزل ویل دي. (۹)
 
ورپسې لیکنه مه هیروی:
د موسیقۍ د حرمت په اړه تر ۳۰ زیات احادیث
موسیقي قرانکریم حرامه کړې ده
موسیقي په احادیثو کي
موسیقي څلورو مذاهبو حرامه کړې ده
د موسیقۍ زیانونه
موسیقي او نوي ساینسي څېړني
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
-------------------------------
 
اخذ لیکونه:
(۱): (نیل الاوطار، علامه شوکاني، لاهور۲۰۰۰؛ جامع البیان فی تاویل القران، ابوجعفرابن جرېر طبري بیروت ۱۹۹۲)
(۲): (سنن الکبري، امام بیهقي، حیدراباد دکن ۱۳۵۵هج؛ تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)
(۳): (معالم التنزیل، امام بغوی ، مصر ۱۳۴۷ هج)
(۴): (الجامع الاحکام القران، امام عبدالله قرطبی، بیروت ۱۹۵۳ )
(۵): (تفسیر روح المعاني، علامه الوسي رحمة الله علیه بیروت، ۱۹۸۳)
(۶): (لسان العرب، علامه ابن منظور الافریقی، ۱۳۰۴هج)
(۷): (تفسیر ابن کثیر)
(۸): (کف الرعاع، ابن حجر المکي، بحواله اسلام اور موسیقي، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله)
(۹): (احکام القران، امام ابوبکرالجصاص،۱۳۴۷ هج مصر)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته