تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شعر: ولي دي خودرايه له وحدته سره ورانه ده؟
  تعلیم الاسلام
  September 7, 2015
  0

شاعر:  محمد نسيم"نسيم"

وحدت
ولـــــــــــي دي خودرايه له وحدته سره ورانه ده؟
څنګه دي څــــــــــــــــرګنده له جنته سره ورانه ده؟
 
ته خــــــــــــــــو قرآني يې د شيطانه سره څه کوې؟
ستــــــــــــــــا پر څه د دين له محبته سره ورانه ده؟
 
ته وې چي رسول درته په ورور باندي ويلي وو
اوس خــــــــــــو دي د هغه شخصيته سره ورانه ده
 
ګرځــــــــې د پرديو افـــــــــــــسانو په مجالونو کي
داسي دي د خپل مســــــــــــــــئوليته سره ورانه ده
 
ته خو د بابا د امــــــــــــــــــــــــيدونو مرغلـــــــــره وې
نن دي د هـــــــــــــــــــــــــــغه بابا له پته سره ورانه ده
 
مه ځه د ذلـــــــــــــــت پر توره لاره بېګــــــــانه وو ته
کله د مســــــــلم له شــــــــــــــــجاعته سره ورانــه ده
 
نه ښـــــــــــــايي (نسيمه)! له مؤمنه سره چم د بل
هســــــــي د ســــــــړيو له ســــــــنته ســــــــره ورانه ده
 
تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته