تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اضحیې تعریف، حکم او فضیلت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2019
  0

 أُضْحِيَّة

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د لوى اختر په لومړۍ ، دوهمه ، او دريمه ورځ د ثواب د پاره چي څاروى يعني پسه ، بزه ، غوا يا اوښ حلاليږي هغه ته  أُضْحِيَّة وايي .

 
د مفسرينو مشهوره وينا دا ده چي د سورة الکوثر د دې آيت : فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( ٢الکوثر) مراد د لوى اختر لمونځ او قرباني کول ده .
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کي هر کال  اضحیه کوله او  اضحیه يې پخپل لاس حلالوله .
 
لاندي د حضرت عايشې رضي الله عنها د هغه حديث ژباړه رانقلوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قربانۍ ثوابونه پکښي ذکر کړي دي : 
 
ژباړه : د لوى اختر په ورځ د بني آدم د ټولو کارونو څخه الله  عزوجل  ته خوښ عمل د وينو تويول دي ، دا قرباني د قيامت په ورځ د ښکرونو ، وړيو او ښنګرو سره راځي ، د قربانۍ وينه مځکي ته د رسېدلو څخه تر مخه د الله په حضور کي د قبوليت لوړ ځاى نيسي ، نو په ښه زړه قربانۍ کوئ (۱)
 
د قربانۍ حکم
د لوى اختر قرباني کول د ابوحنيفه رحمة الله علیه  په آند واجب ده او د ابويوسف رحمة الله علیه  او امام محمد رحمة الله علیه  په آند مؤکد سنت ده . 
 
 قرباني پر هر هغه حر مسلمان باندي واجب ده چي مقيم او غني وي ، شتمن او غني که په شرعي ډول مسافر وو يعني څلور رکعتيز لمونځ يې دوه رکعتونه کول پر هغه باندي قرباني کول واجب نه ده ، دغه ډول پر فقير او مسکين باندي هم قرباني واجب نه ده .

د قربانۍ وخت
د قربانۍ د حلالو وخت د لوى اختر د لومړۍ ورځي څخه بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو پوري دى . 
 
د ښار د هستوګنو او هم د هغو ځايونو د هستوګنو کوم چي هلته د اختر لمونځ ادا کيږي د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه څخه وروسته دى ، دا کسان که د اختر تر لمانځه دمخه قرباني وکړي په قرباني کي نه شمېرل کيږي ، البته د صحرا خلک کوم چي د اختر لمونځ ورباندي نسته هغوى د اختر د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم قربانى حلالولاى سي .
 
د قربانۍ د حلالو د پاره د هغه ځاى وخت معتبر دى کوم چي هلته حلاليږي ، د ښار هستوګن که خپله قربانۍ صحرا ته وليږي نو وکيل يې د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم حلالولاى سي ، ځکه هلته د اختر لمونځ نه ادا کيږي .
 
د صحرا هستوګن که خپله قرباني ښار ته وليږي وکيل يې د اختر تر لمانځه دمخه نسي حلالولاى ځکه په ښار کي د اختر لمونځ ادا کيږي .
 
که په يو وطن کي اختر يوه ورځ دمخه وي او هستوګن يې خپله قرباني داسي وطن ته وليږي ، چي هلته اختر يوه ورځ وروسته وي ، د همدې کس وکيل کولاى سي چي د اختر په دريمه ورځ يې قرباني حلاله کړي ، که څه هم دا ورځ د مُوَكِّلٌ په وطن کي د اختر څلورمه ورځ کيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
----------------------------------
د اختري یا اضحیې مسایل
مرکه- د اختري د نصاب تفصیلي تحقیق
۲ د حضرت ابراهیم علیه السلام قرباني
۵ درس- د قربانۍ حیوانات
فتوا: ایا د اضحيې یا اختري کولو قضا سته؟
فتوا: د ښځو اختری لخوا او د خور اختری کول
فتوا: د ښځو پر کالو زکات او اختری
فتوا: د ذبحه سوي حیوان کوم اعضا خوړل حرام دي؟
۱ درس- د لوی اختر مسایل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته