تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا-د لمانځه ومخ ته تېرېدل څه حکم لري؟
 
  November 23, 2011
  0


سوال: د لمانځه ومخ ته تېرېدل څه حکم لري؟

د سوال کوونکي نوم : عبد الله

جواب: د لمانځه مخ ته تېريدل ډېره گناه لري ځكه أَبُو جُهَيْمٍ رضی الله عنه وايي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي : لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيْ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ قَالَ أَبُو النَّضْرِ لَا أَدْرِي أَقَالَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً ( متفق عليه )  ژباړه : د لمونځ کوونکي مخ ته تېرېدونکي ته که معلومه وای چي پر ده باندي څوني ګناه راځي نو كه څلوېښت ورځي او يا وايي څلوېښت مياشتي او يا وايي څلوېښت كلونه ودريږي دا به د لمونځ كونكي مخ ته تر تېرېدلو ورته خير او ښه وي .په ورځو مياشتو او كلونو كي ابونضر چي ددې حديث راوي دئ  شك لري خو په بل حديث كي كلونه ذكر سوي دي ددې نبوي احادیثو څخه معلومه سوه چي د لمونځ کوونکي مخ ته تېرېدل ډېره لویه ګناه ده ، څلوېښت كاله انتظار ايستل لږ مده نه ده خو بيا هم دوني اوږده مده انتظار ايستل لا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه مخته تر تېرېدلو غوره بللي دي نو هر مسلمان ته په كار ده، چي تلوار و نه كړي بلکی لږ وخت انتظار وباسي څو لمونځ كونكئ د لمانځه څخه فارغه سي .

 البته د لمانځه مخ ته تېرېدل په هغه صورت کي ګناه لري چي د لمونځ کوونکي مخ ته ستره نه وي ، ستره و هغه شي ته وايي چي لږ تر لږه د برچې په اندازه یعني د ګوتي په اندازه پنډ او یو لیڅی قدر جگواله ولري چي دمعاصر وخت ٤٥ cmسره برابرېږي ، كه د لمونځ کوونکي مخ ته سُتره وي نو د سترې و هغي خوا ته تېرېدل پروا نه کوي . د جماعت په لمانځه كي كه د امام مخ ته ستره ودرول سي هغه د مقتديانو د پاره هم كفايت كوي د امام د سترې هغي خوا ته كه څوک تېرېږي پروا نه کوي،ځكه أَبِو جُحَيْفَةَ وايي : ثُمَّ رَأَيْتُ بِلَالًا أَخَذَ عَنَزَةً فَرَكَزَهَا وَخَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ مُشَمِّرًا صَلَّى إِلَى الْعَنَزَةِ بِالنَّاسِ رَكْعَتَيْنِ وَرَأَيْتُ النَّاسَ وَالدَّوَابَّ يَمُرُّونَ مِنْ بَيْنِ يَدَيْ الْعَنَزَةِ ( متفق عليه )أَبِو جُحَيْفَةَ وایی : وروسته مي بلال وليدى برچه يي را اخيستې وه پر مځكه يې جگه كړه او رسول الله صلی الله علیه وسلمد خپلي خيمې څخه په سور ليكي نوي جوړه جامو كي راووتى لونگ يې پونډيو ته را پورته كړى ؤ د برچې وخوا ته يې دوه ركعته سفريانه لمونځ خلگو ته وركړى او ما خلگ او حيوانان ليدل چي د برچې  و هغه خوا تېريدل.

كه لمونځ كونكى په دښت يا يو لوى مسجد كي لمونځ اداء كاوه او مخ ته يې ستره نه وه نو بيا په څوني فاصله كي يې څوك مخ ته تېرېدلاى سي ؟ په دې اړوند امام سرخسي  رحمة الله علیه په مبسوط کي څو قولونه را نقل کړيدي : وَأَصَحُّ مَا قِيلَ فِيهِ أَنَّ الْمُصَلِّي لَوْ صَلَّى بِخُشُوعٍ فَإِلَى الْمَوْضِعِ الَّذِي يَقَعُ بَصَرُهُ عَلَى الْمَارِّ يُكْرَهُ الْمُرُورُ بَيْنَ يَدَيْهِ ، وَفِيمَا وَرَاءَ ذَلِكَ لَا يُكْرَهُ ، وايي تر ټولو صحيح وينا دا ده چي د لمونځ كونكي نظر پر و نه لگيږي خو دا په هغه صورت کي چي لمونځ كونكى لمونځ په خشوع اداء كوي يعني د سجدې د ځاى څخه هغه خوا ته نه گوري او په دوني فاصله كي بيا نژدې و مخ ته ورته تېرېدل چي د لمونځ كونكي نظر پر تېرېدونكي لگيږي نو بيا كراهيت لري .كه څوك په ولاړه كي د سجدې ځاى ته ګوري نو درې صفونه هغه خوا ته بيا څوك په نظر نه ورځي لهذا په دښتونو كي او همدا راز په لويو لويو مسجدونو كي د درو صفونو څخه په ليري واټن كي تېرېدل د پورتنى وينا له مخي جايز بلل كيږي .مسأله: د هدایې په شرحه فتح القدیر کي وایې : وَلَوْ صَلَّى إلَى وَجْهِ إنْسَانٍ وَبَيْنَهُمَا ثَالِثٌ ظَهْرُهُ إلَى وَجْهِ الْمُصَلِّي لَمْ يُكْرَهْ . كه څوك و چا ته مخامخ لمونځ كوي خو د لمونځ كونكي او د هغه چا تر منځ  چي لمونځ كونكي ته مخامخ ناست وي دريم نفر وي د هغه شا لمونځ كونكي ته وي نو بيا كراهيت نه لري . مثلاً امام  چي لمونځ وکړي سلام وګرځوي او پر مقتدیانو مخ راواړوي، او په دوهم صف کي امام ته مخامخ مسبوق پاته لمونځ پوره کوي نو دا پروا نه کوي ځکه چي د ده مخ ته په اول صف کي ناست کس د امام او مسبوق تر منځ ستره  ګرځي .

د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته