تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بې ځایه بحث او مباحثې زیانونه
 
  October 13, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

لیکنه: يوسف الشمري/ ژباړه: محمد عاقب (فرقاني)

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اذا ارادالله بقوم شراً الزمهم الجدل،ومنعهم العمل
ژباړه:( کله چي الله تعالى د يو قوم د شر اراده وکړي نو پر هغوی باندي جنجالي بحثونه لازمي کړي او د عمل څخه يې منع کړي)

اې ګرانو وروڼو!

په تحقيق سره دغه  امت په ډيرو فتنو سره مبتلا سوى دى د هغو فتنو څخه يوه هم د مجادلې او مباحثې فتنه ده .

هو اې طالب العلم وروره! او اې طالبة العلم خوري! ته به په ډيرو مجالسو کي داسي کسان پيدا کړې چي هغه مجادله او مباحثه کوي او ډېرى د هغو کسانو څخه چي ستاسو سره مباحثه کوي هغه ستاسو سره د حق په خاطر مباحثه نه کوي او نه هم د يو مصلحت په خاطر بلکه هغه د حسد او بغض او د خپل شهرت په خاطر مباحثه کوي نو له همدې وجهي ته به داسي مباحثه کوونکى هم پيداکړې چي د هغه نفس بېله مباحثې نه ارامېږي نو دى کوښښ کوي تر څو د حق خاوند په خپلو درواغو او افتراءاتو سره ذليل کړي ترڅو ده ته حق او دده مقابل ته باطل وويل سي دا لکه دى چي و خلګو ته وايي دا دى زه پرحق يم.

امام نووي رحمه الله تعالى فرمايي: (هغه الفاظ  چي بد دي د هغو څخه  مجادله ، مناقشه او بې ځايه دعوى هم ده).
 
که چيري د مباحثې څخه مقصد د حق څخه خبردارى وي نو بيا ښه ده او که چيري د حق مقابله او يا بيله علمه وي نو بيا بده ده.

هو اې وروڼو! مباحثه دښمنى توليدونکې ده داسي کسان به پيدانسي چي دده سره څوک مباحثه کوي هغه دي بد نه ګڼي که څه هم هغه پر حق وي. 

نو د الله جل جلاله څخه وبېرېږي اې وروڼو او خويندو! له ناحقي مباحثې څخه او د هغه مجالسو څخه د الله لپاره ليري اوسى چي په هغه کي مباحثه او مجادله وي.

که چيري ستا سره يو عناد کوونکى کس مباحثه کوي چي حق يي مقصد نه وي نو د هغه څخه تښته ځکه چي په ده کي مرض دى او دده مرض تا ته درنقليږي او د امام اوزاعي رحمه الله دا قول ياد ساته ( کله چي الله تعالى د يو قوم د شر اراده وکړي نو په هغوي مباحثه ډېره کړي او د عمل څخه يې منع کړي)

عبدالله بن حسين بن علي رضي الله عنهم ويلي دي: (مباحثه د غوسې پاروونکې ده او الله تعالى هغه عقل چي د غوسې په واسطه راځي ذليله کړى دى).

او محمد بن علي بن حسين رضي الله عنهم ويلي دي: (خصومت او مباحثه دين محوه کوي او د خلګو په سينو کي عداوت او حسد شنه کوي).

امام شافعي صاحب په يو شعرکي وايي: چي معنى يي داسي ده:( دوی وويل ته چوپ سولې او ستاسره مباحثه کېدل ما ودوی ته وويل په تحقيق سره جواب ورکول د شر د دروازې کيلي ده او چوپوالى د جاهل او احمق څخه شرف دى. او په دي کي د شرف د ساتلو لپاره يو اصلاح ده. ايا ته زمری نه ګورې چي د هغه څخه وېره کيږي په داسي حال کي چي هغه چوپ وي. او سپي سپک ګڼل کيږي ځکه هغه ډېر غاپي).
 
د مجادلې په اړه نبوي لارښووني
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة قالوا بلى قال صلاح ذات البين فإن فساد ذات البين هي الحالقة. رواه الترمذي

ژباړه: ایا زه تاسو په داسي درجه خبر نه کړم چي تر روژې، لمانځه او صدقې هم بهتر وي؟ دوی وویل: هو، نو ويې فرمایل: په خپل منځ کي جوړه کول (صلح کول، پخلا کېدل)، په خپل منځ کي فساد (نفرت او جنجال) دا (دین ته زیان رسونکي) خریونکي دي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلاَةِ وَالصَّدَقَةِ؟. قَالُوا بَلَى. قَالَ: صَلاَحُ ذَاتِ الْبَيْنِ فَإِنَّ فَسَادَ ذَاتِ الْبَيْنِ هِىَ الْحَالِقَةُ. لَا أَقُولُ تَحْلِقُ الشَّعْرَ، وَلَكِنْ تَحْلِقُ الدِّينَ. رواه الترمذي و ابوداؤد

ژباړه: ایا زه تاسو ته تر (نفلي) روژو او لمونځو او صدقو افضل شی ونه ښوم؟ صحابه وو وفرمایل چي هو راته ووایه. ويې فرمایل: خپل منځي اړیکي (حالات) اصلاح کړئ ځکه په خپل منځ کي فساد خریونکی شی دی. زه دا نه وایم چي د سر خریونکی دی بلکي د دین خریونکی دی (دین د منځه وړي).

رسول اکرم صل الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَا ضَلَّ قَوْمٌ بَعْدَ هُدًى كَانُوا عَلَيْهِ إِلَّا أُوتُوا الْجَدَلَ. رواه الترمذي
ژباړه: هیڅ قوم تر هغه هدایت وروسته چي دوی پر وه، نه دی ګمراه سوی مګر (هغه وخت ګمراه سوی دی) چي کله په جنجال او شخړو کي ولوېدل.

 نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِىَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِىَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللَّهُ النَّارَ. رواه الترمذي

ژباړه: کوم شخص چي ددې لپاره علم زده کړی تر څو د علماوو سره مقابله وکړي او یا د بې عقلانو سره جګړه په وکړي او یا خلګ خپل طرف ته متوجه کړي نو الله تعالی به دی په اور کي داخل کړي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته