تازه سرليکونه
حجاب نننی عصر او نبوي لارښووني
 
  October 16, 2015
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: حضرت ام سلمه رضی الله تعالی عنها فرمايي: چي زه او حضرت میمونه رضی الله عنها دواړي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره وو، چي نابینا صحابي حضرت ابن ام مکتوم رضی الله عنه د یو شي د ضرورت لپاره و نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی او کله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ابن ام مکتوم  رضي الله عنه ولیدی نو موږ ته ئې حکم وکړی چي په پرده کي ولاړي سئ! ام سلمه رضي الله عنها وایي چي ما د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چي  یا رسول الله ایا دی ړوند نه دی؟ نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ایا تاسي هم ړندې یاست؟ (مشکوة عن ابوداؤد)

۲: د زید ابن طلحه رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر دین یو خاص عادت او اخلاق لري او د اسلام عادت او اخلاق حیاء ده. (بیهقی اوتفسیر مظهری)

۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه ښځه ورب العالمین ته ډېره نژدې ده چي پخپل کور کي دننه وي، او تر مسجد چي پخپل غولي کي لمونځ کوي دا ورته غوره ده، تر غولي چي پخپل خونه کي لمونځ وکي دا ورته بهتره ده ، او په خونه کي چي یو ښه پټ ځای لمونځ وکي دا ورته غوره ده. (ابوداود)

چی ددې حدیث شریف مطلب دا دی چي څومره چي ښځه په حجاب کي وي دا ددې لپاره افضله ده، او ددې سلامتي هم پکښي نغښتې ده.

۴: په ترمذی شریف کي حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

ښځه پرده ده، او که ښځه د خپلې پردې (حجاب) څخه راووځی نو شیطان دا ښځه د خلکو په نظر کي ښه ښکاره کوي۔ (مشکوة، ص ۲۶۹)

چی ددې حدیث مبارک څخه په ښکاره معلومیږي چي ښځه باید پرده وکي، او ددې ټول ارزښت په حجاب کي دی، او که دا بې حجابه راووځي نو دا چي په هره بڼه سره وي شیطان هغه ښځه و خلکو ته ښه ښکاره کوي، او خلک ودې ته هڅوي چي پسې وګوري، او د نارینه شهواني څپې په ښور راولی، چی همدا د فساد سرچینه ده.

۵: د اسلام د مهربانه پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمان دی:
کله چي یوه ښځه پنځه وخته لمونځ وکي، روژه ونیسي، د خپل شرم او ابرو حفاظت وکي، او د مېړه فرمانبرداري وکي نو ورورسته چي دا د جنت د هرې دروازې څخه ننوزي نو دا دي داخله سي. (رواه ابونعیم في الحلیة، مکاشفة القلوب ص ۶۱۶)

د ښځې لپاره کوم عمل غوره دی؟

د حضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چي زه یوه ورځ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر سوم نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه پوښتنه وکړل:

أَيُّ شَيْءٍ خَيْرٌ لِلْمَرْأَةِ ؟
کوم شی د ښځي لپاره غوره دی؟

صحابه کرام ټوله خاموشه سول او ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ئې هیڅ ځواب ورنکړ، او کله چي زه (حضرت علی کرم الله وجهه وايي) وکورته راغلم او د حضرت فاطمې رضی الله عنها څخه مي پوښتنه وکړل نو هغې راته وویل:
 
لا يرين الرجال ولا يرونهن.
 
د ښځو لپارغوره او افضله کار دا دی چي دوی نارینه نه ویني او نارینه دوی نه ویني.
له دې څخه وروسته ما داځواب ونبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ووایه، نو ده راته وویل چي:
 
صدقت انها بضعة منی.
دې درست درته ویلي دي، او دا زما د زړه ټوټه ده. (مسند البزار، کنزالعمال والحلیة مع اختلاف الالفاظ)

له دې څخه دا جوتیږي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې باندي ځکه ټینګار او امر کړی دی چي د نر او ښځو ګډوالی سبب د فتنې ګرځي، او د فتنې پر اور هله نور تېل شیندل دي چي کله نر او ښځي سره یو ځای وي، او که حجاب وي، نو بیا د نارینه وو سترګي د ښځو پر زینت، ښکلا نه موښلي، او د فساد مخه پخپله نیول کیږي، اوس دا وهر چا ته معلومه ده چي د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم په هره وینا کي هم دُنیوي او هم اُخروي نېکمرغۍ نغښتي دي چي اوس وهر چاته دا تر لمرځلانده ده.

د ښځې په فطرت کي  دوه شيان شتون لري
حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي الله جل جلاله فرمايي چي د هري ښځي په فطرت کي دوه شیان ضرور شتون لري:

اول: ضعف
دوهم: پټوالی (حجاب) ( الحدیث ترمذی شریف)

که چیری وښځې ته د لویځ په شان ازادې د دوی په ګمان ورکول سي نوهغه فسادونه، جرمونه، ناوړه کارونه، زناوې، فحاشۍ او نور د اسلام ضد اعمال به هر ځای دروازه خلاصه کړي، چی بیا به ئې تړل ناشونی کار وي، او تاریخ دا ښودلې ده، که چیري د فساد دا څپې په ښور سي نو کنترول ئې د هر چا له وس څخه وتلی دی ، او دا د ټولني د ځوان نسل لپاره پر اور نور تېل شیندل دي، ځکه چي دا حدیث شریف ور باندي شاهد دی:

لا يخلون رجل بامرأة إلا كان ثالثهما الشيطان. (الترمذي)
یعني هیڅ نر د ېوې پردۍ ښځې سره نه یوځای کیږي مګر شیطان دوی (دوو) دریم دی.

یعنی ددې څخه مطلب دا دی چي دلته به فتنه ضرور صورت نیسي، او شیطان به ونر او هم وښځي ته داسي خیالونه او جال غوړوي چي دواړه پکښي راګیر کړي، او د کب نېونکي دجال په ډول سره دواړه راونغاړی، چي دا یو منلی حقیقت دی.

د ګډ تعلیم انجام
په برطانیه کي د ګډ تعلیم (Co-education) له کبله د پنځو کلونو څخه تر لسو کلونو پوري هر ماشوم که نر وي او که ښځه په هرو لسو کي اته ماشومان په جنسي تیري بو خت دي. (InterNewsBook)  

نو د کم عمر ماشومان چي په دې فساد بوخت دي، نو به د نورو څه حال وي، او د ښځي فتنه د ټولو فتونو څخه لوړه فتنه ده، یعني هغه فتنې چي د ښځو له لاري څخه خپرېږي په دې کي ډېر ژر د ټولني نارینه بې لاري کیږي او ډېر ژر ور باندي اغیزه کوي، چي دا پر ټولنه باندي د جهل، فساد او تور تم اور پاشل دي، چي بلیږي ډېر ژر او وژل ئې ډېر وخت نیسي، چي همدا اوس ټوله غربي نړۍ په دې تکل کي ده چي څنګه اخلاقي فسا په اسلامي امت کي خپور کړي، او څنګه د مسلمان ځوان نسل د هیلو غوټۍ مړاوي او خزان کړي او دوی هم د خپلو ځانو په شان د هلاکت وکندي ته وروغورځوي، او په همدې موخو کي ئې زموږ په ګران هیواد افغانستان کي هم پوره کوښښونه پیل کړي دي.

همدا اوس په خوست ولایت کي (۳۸) نفره د (ایچ، اي وي) په وژونکي وایروس اخته دي په هرات کي تر (۱۱۰) اضافه په همدې لعنت اخته دي، په کابل کی تر (۳۰۰۰) لوړ تعداد ټاکل سوی دی، خوح کومت سترګې ورباندي پوټوي او شمېره ئې ډېر لږه خپروي، دا د اخلاقي فساد یوه نمونه ده، ، د الله جل جلاله خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

داسامه بن زید رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ. (بخاري)

زما څخه وروسته د نارینه لپاره تر ټولو لویه فتنه د ښځو فتنه ده.

دا فتنې هغه وخت په اسلامي امت کي وخپل اوج او موج ته رسیږي چي کله د حجاب جنازه پورته سي، او ښځي بې پردې ګرځي راګرځي، چي لویځ اوس په کوم فساد، او بې حیایۍ اخته دی اوس دوی هرکال په بیلیونو ډالره خرڅوي چي دا کنترول کي خو دا هرڅه په صفر کي ضرب دي، او اوس په اعلانیه سره په اسلامي هیوادونو کي د ډیموکراسۍ تر نامه لاندي دا فساد خپروي، او هر هغه مسلمان که چیري دا کار په ښکاره ډول سره په اعلانیه سره کوي نو د خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم ددې حدیث مصداق ګرځي:

كُلُّ أَمَّتِي مُعَافًى إِلاَّ الْمُجَاهِرِينَ. (بخاري)
زما د امت ټول خلک به معاف کړل سي، نه هغه څوک چي په ښکاره سره ګناه کوي. 

ښه مېرمن کومه ده؟؟؟
د اسلام خوږ پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د حدیث مفهوم دی: ایا زه تاسی د ېوې ښې خزانې څخه خبر نکړم، چی تر ټولو ښه ده، هغه نیکه ښځه ده، چي کله د هغی مېړه ورته وګوري او هغه ور څخه خوښ سي، او خاوند چي د هر جایز کار امر ورته وکي هغه وکي، او کله چي د خاوند د کور دباندي ولاړسي نو دا د خپل کور، عزت او ناموس ساتنه وکي. (ابوداوود)

حجاب حياء ده او حيا د ايمان يوه ټوټه ده

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

الحياء شعبة من الايمان. (متفق علیه)
حیا د ایمان یوه برخه ده.

ددې څخه مطلب دا دی که چا حیاء نه درلوده نو هغه د پوره ایمان څښتن نسو!

په بل حدیث شریف کي راځي:
وعن ابن عمررضی الله عنهما ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: ان الحيا والايمان قرنا جميعا فاذا رفع احدهما رفع الاخر۔ (رواه البیهقی، فی شعب الایمان)
د حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ایمان او حیا دواړه سره جوړه دي، او که د دوی څخه یوکم سي یا لری سي نو هغه بل پخپله ځي.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

------
د ایډز د پیل څخه تر اوسه ۷۸ میلونه انسانان په ایډز اخته سوي دي.
۳۹ میلونه انسانان ددې مریضۍ له امله مړه سوي دي.
همدا اوس ۳۵ میلونه انسانان په ایډز اخته دي.
یو نیم میلون انسانان په ۲۰۱۳ کال کي د ایډز د ناروغۍ له امله مړه سوي دي.

یادونه: ددې مقالې نشرولو د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته