تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جاء الحق....
 
  October 20, 2015
  0
رالېږونکی: داد محمد ناوک
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اللهم صلی علی محمد ن النبی الامی وعلی اله وصحبه وسلم

په ټول کور د کفارو اشرباڼي را تاو و، دوی ژمنه کړې وه، چې نن به خپل هدف ته رسېږي او ټوله مکه به ترې خلاصوي، دوی له هرې قبیلې راټول و، چې بیا يې کورنۍ او قبيله ورسره د دوښمنۍ وس ونه لري، په نیمه شپه کې د دوی انتظار اوږد شو، پوهېدل چې که يې نن له ګوتو ووت، ښايي بیا يې پر وړاندې داسې جبهه خلاصه کړي چې دوی به ترې د ارام سا وا نه خلي، په دارلندوه کې د ابوجهل دغه پرېکړه شيطان هم ورسره تاييد کړه، اوس يې د تبطیق وخت و، قريشي ځوانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور را چاپیر شوي و.

رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په منځ کې بېغمه روان و، وړاندې ورسره حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه هم ملګری شو، چې وړاندې لاړل، يو راه بلد يې ورسره ملګری کړ، هغه څوک چې له رویه يې دا نړۍ پیدا شوې وه، نن په نیمه شپه کې خپل کلی کور پرېږدي او په پښو د عربو په دښتو کې مزلونه کوي، ځوانان پخپلو کې سره وډنګېدل:

ـ ناوخته شو، راځئ د ننه ور شو!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځای کې حضرت علی کرم الله وجهه پورت و، د دوی واڼي وتښتېدل، نه پوهېدل چې هغه څه وخت له کوره وتلی، په ټوله مکه کې اوازه خپره شوه:

ـ که چا مړه یا ژوندي په ګوتو راکړل، پوره سل اوښان انعام!

خلک ډله – ډله په دښتو کې په لټه ووتل، لوری يې نه و معلوم، خو پوهېدل چې د مدينې په خوا به خپلو ملګرو ته ور روان وي، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د غار خولې ته وکتل، په بېړه يې وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! که يې لاندې وکتل، موږ ويني!

ويې فرمايل: یا ابابکر! د هغه چا په اړه څه فکر کوې، چې درېیم ورسره الله جل جلاله وي!

پوخ باور يې سا سمه کړه، درېيمه ورځ يې دا غار پرېښود او د مدينې په لور روان شول، په مکه کې لا هم ډېرو تمه درلوده، چې سل اوښان وګټي، خو ټول بې وسه ښکارېدل، سراقه ته درک معلوم شو، پټه خوله له مکې ورپسې ووت، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا راتاوېږي او لاره وهي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تلاوت بوخت و، ده ته يې ورپام شول، پوښتنه يې ځينې وکړه، چې ولې يې کله شا، کله مخ او کله یو بل څنګ ته روان وي؟، ويې وفرمايل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ډارېږم، چې دوښمن له کومې خوار غشی را وار نه کړي.

«»«»«»

سراقه اس پونده کړ، ويې لیدل، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ: هغه سپور وار په وار را نږدې کېږي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بېغمه روان و، سراقه ور نږدې شو، د اس پښې يې په ځمکه کې خښې شوې، توبه يې وایسته، بېرته راپورته شو، بیا نیت بدل شو، اس يې بیا په شګو کې ننوت، درې ځلې تکرار شول، وروسته يې رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ژمنه وکړه، چې دی به چا ته حال نه وای، خو دوی به ورته د امن لیک ورکوي.

«»«»«»

په مدینه کې ټول دې ته په تمه و، چې د دوی ملګری را روان دی، څو ورځې به سهار له مدینې راووتل تر سرې غرمې به په تمه و، دا غرمه هم خلک مایوسه شول، خو یو غلام په ونه کې پورته ناست و، زړه يې ویل چې نن راځي، خلک د کورونو په خوا روان شول، خو هغه لرې په دښته کې څوک ولیدل، نارې يې کړې:

هغوی راغلل! هغوی راغلل!

«»«»«»

مدينه د وخت په نړۍ کې د تهذیب او اخلاقو بې نمونې ښار ګرځېدلی و، له دې ځایه د تکبیر ملکوتي غږ انسانان د انسانانو له بنده ګۍ خلاصول، د مکې قریشو ته هغه وس نه و ورپاتې، خو بیا يې هم خپل مخالفت ته دوام ورکړی و.

«»«»«»

په اس يې پښه واړوله، لښته يې په لاس کې ونیول، تر کعبه راتاوېده او هر بت ته به يې لښته نیوله:

ـ جاءالحق وزهق باطل...

بت به زره زره را ونړید، قریش له لرې دې صحنې ته ځير دي، چې د دوی د پلرونو خدایان څومره بې وسه دي؟!!

«»«»«»

خلک ډله ناست و، د الله جل جلاله لښکر د الله جل جلاله په رسول راټول و، له حمد او درود وروسته يې وفرمايل:

ـ د یو الله عبادت وکړئ!

د غونډې له منځه ښځينه غږ راغی:

ـ که بتانو څه کولی شوای، نن به يې څه کړي و!

رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې غږ کړل: هندې ته!؟

دې وویل: اشهد ان لا اله الا الله او اشهد ان محمد رسول الله

د دې نوم په هغه لیست کې و، چې که د کعبې په پردو کې نغښتې وي هم باید ووژل شي، وړاندې يې وفرمايل:

ـ خپلې لوڼې ژوندۍ مه خښوئ!

هندې ور غږ کړل:

ـ زامن خو موږ را لوی کړل، تاسې په بدر کې ووژل!

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسکی شو.

«»«»«»

نن اتلسمه ورځ وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته د یو فاتح په توګه راغلی و، حضرت عباس رضی الله عنه ور په غوږ شو:

یا رسول الله صلی الله علیه وسلم خو ښه مو نه ده، چې ستاسې کور درته خالي کړو!

ـ هغه خو زما په نیستي کې ترونو په بل چا خرڅ کړی!

ـ ترې وا به يې خلو!

ـ نه کېدای شي نه يې وي خوښه!

«»«»«»

له ننه پوره ۱۴۳۷ کاله وړاندې د ښایستو صفاتو خاوند صلی الله علیه وسلم صرف په دې خاطر له خپل کلي – کوره وتلو ته اړ کړل شو، چې ویل يې:

الله یو دی، د بنده له بنده ګي باید بنده وساتل شي.

صلی الله علیه واله و اصحابه وسلم
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته